حماس فلسطینۍ ډلې د خپل تأسیس ۳۱مه کلیزه ولمانځله

حماس فلسطینۍ ډلې د خپل تأسیس ۳۱مه کلیزه ولمانځله.

د حماس مشر اسماعیل هنیه پرون د لسګونه زره کسانو په حضور کې د فلسطینیانو له مقاومته ستاینه وکړه.

په پرونیو مراسمو کې د حماس پوځي څانګې غړي په پوځي جامو او ماشینګڼونو سمبال ولاړ وو.

حماس ډله په غزه کې فعاله ده، خو په ختیځه څنډه کې بیا د دې ډلې سیا ګوند فتح هم چې د فلسطین اداره چلوي حضور لري.

فلسطیني جنګیالي چې حماس‌یې یوه لویه برخه جوړوي له ۲۰۰۸ میلادي کال راهیسې درې واره له اسرائیلو سره خونړۍ جګړې هم کړې دي.