د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، پاکستان تل د اړتیا په وخت کې د افغانستان څنګ ته درېدلی دی.
قریشي پر ټوېټر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ته لیکلي، وبه ګورئ چې موږ به بیا هم ستاسو په څنګ کې ولاړ یو.
In times of need Pakistan has always stood by Afghanistan and @SalahRabbani you will always find us in your corner.We must move forward in order to forge a lasting peace that will bring prosperity to our neighbourhood. In your happiness lies our collective happiness. https://t.co/ZNa56I8Cl5
— Shah Mahmood Qureshi (@SMQureshiPTI) December 15, 2018
قریشي د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخېزه غونډه کې د ګډون لپاره پرون شنبه د ډسمبر ۱۵مه، کابل ته تللی و.
په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د سیاسي اعتماد پر پېدا کولو او سیمهییز امنیت خبرې شوې دي.
شاه محمود قریشي کابل ته تر تګ وروسته، پر ټوېټر لیکلي چې د افغانستان په خوشحالۍ کې د ټولو ګډه خوشحالي نغښتې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې سبا، دوشنبه به د امریکا او طالبانو استازي د افغانستان د سولې په اړه خبرو ته کښېنوي.