د یمن د اوربند هوکړه جنګ ځپلو ته د مرستو رسولو لاره پرانیزي

د یمن په جګړه کې ښکېلو خواوو پرون پنجشنبه د ډېسمبر په ۱۳مه د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب په حدیده ښار کې د اوربند موافقه وکړه.

پرېکړه په سویډن کې د یمن د وضعیت په اړه په غونډه کې وشوه چې د ملګرو ملتونو سازمان یې کوربه و.

د سرې بحیرې پر غاړه پروت ښار حدیده د یمن ډېرو سیمو ته د مرستو د موادو د رسولو لپاره اساسي لار ده.

ملګري ملتونو او یو شمېر سیاسي څارونکو په حدیده کې د اوربند موافقه په ټول یمن کې د سولې د ټینګېدو لپاره یو ښه پيل ګڼلی دی.

ملګرو ملتونو پرون د یمن په جګړه کې د ښکېلو خواوو د استازو ترمنځ د اوربند موافقه وستایله.

دې سازمان وویل چې په حدیده کې د اوربند له ټینګېدو سره به ميلیونونو یمنیانو ته چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، کومکونه ور ورسېږي.

د موافقې پر اساس، دواړو خواوو منلې چې له دې ښاره به خپل پوځيان وباسي.

خو دا نه ده په ډاګه شوې چې وسله وال به له حدیدې چېرته ځي.

ملګري ملتونه وايي چې په یمن کې لږترلږه ۱۴ ميلیونه وګړي له سختې قحطۍ سره مخ دي.

د دې سازمان په وینا، په حدیده کې د اوربند د موافقې عملي کېدل به په ټول یمن کې د سولې د ټینګېدو لپاره یو ښه پيل وي.

یمن له ۲۰۱۴ میلادی کال راهیسې د کورنۍ جګړې په اور کې سوځي.

د شیعه حوثیانو چې ایران یې ملاتړ کوي او د یمن د تښتېدلي ولسمشر، عبدال ربه منصور هادي د پلویانو ترمنځ په څلور کلنه جګړه کې زرګونه یمنیان وژل شوي، زخمي شوي یا له خپلو سیمو تېښتې ته اړ شوي دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ عربي ائتلاف په دې جګړه کې د ولسمشر هادي د پلویانو په ملاتړ پوځي عملیات کوي.

حدیده او د دې ښار بندرونه له څلورو کلونو راهیسې د حوثي وسله والو په ولکه کې دي.

د پرونۍ موافقې پر اساس به په حدیده کې د امنیت مسؤلیت په تدریجي ډول سیمه ییزو ځواکونو ته وسپارل شي.

خو په مذاکرو کې دواړه لوري د دې ځواکونو د تشکیل په اړه مخالفت لري.

دواړو خواو منلې چې ملګري ملتونه به د حدیدې په بندرونو کې د نظم ټینګولو او څارنې لپاره مهم رول لوبوي.

انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش پرون وویل چې مخالفې خواوې د یمن په بل لوي ښار تعز کې هم د وضعیت په اړه موافقې ته رسېدلي دي.

خو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

د یمن د بهرنیو چارو وزیر خالد الیماني وویل چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ستر ګام پورته شوی دی.

په سویډن کې د یمن په اړه په خبرو کې د حوثیانو د پلاوي مشر محمد عبدالسلام ویلي چې د موافقې ټول مواد به عملي کړي.

د یمن په جګړه کې د ښکېلو خواوو استازو له ۷ ورځو راهیسې په سويډن کې خبرې کولې.

هغوی پرون په حدیده کې د اوربند تر موافقې وروسته په سمبولیک ډول لاسونه سره ورکړل.

​د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو د دې پرمختګ هرکلی وکړ او ویې ویل چې اوس په یمن کې سوله ممکنه ده.

خو له دې ټولې خوشبینۍ سره د یمن د وضعیت په اړه ځینې پوښتنې لانه دي حل شوي.

تر اوسه لا نه ده څرګنده شوې چې د صنعا هوايي ډګر به څه وخت د پروازونو لپاره مصؤن شي.

دا هوايي ډګر له وروستیو درېیو کلونو راهیسې د تجارتي پروازونو لپاره تړلی دی.

د رپوټونو پر اساس، حتی د موافقې لاسلیک کوونکي د موافقې د ځینو موادو په اړه ابهام لري.

د یمن په جګړه کې ملکي تلفات یوه حساسه مسئله ده.

ملګري ملتونه وایي چې په دې جګړه کې د ماشومانو په ګډون، زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.

له دې امله، د یمن د وضعیت په اړه د وروستیو مذاکرو او موافقو برخلیک په دې پورې تړلی چې امریکا پر سعودي عربستان د دې جنګ د ختم لپاره څومره فشار راوستلای شي، تړلی ګڼل کېږي.

خو له دې ټولو مسئلو سره، د نړیوالو بحرانونو نړیواله ډله [InternationalCrisis Group] وايي چې د سویډن په غونډه کې د انتظار تر حد زیات پرمختګ شوی دی.