د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د ولسوالیو او کلیو امنیت ته پام اړولی او لیکي، د ۴۰۷ ولسوالیو ځیني یې امنې، یو شمېر یې ناامنې او په ځینو کې ېې هم جګړې روانې دي.

نیویارک ټایمز په‌دې برخه کې د هرات شینډنډ ولسوالۍ ته ډېر پام اړولی او لیکي:

دغه ولسوالۍ چې شاوخوا دوه سوه زره نفوس لري او د افغانستان د تر ټولو امن ښار هرات په سل کیلومترۍ کې پرته ده، خو امنیتي وضعیت یې زنانمنونکی دی.

د نیویارک ټایمز په لیکنه امریکایي چارواکي شینډنډ یوه داسې ولسوالي ګڼي چې د وسله‌والو تر نفوذ لاندې او د وسلو او مخدره موادو د قاچاق د لارې په اوږدو کې پرته ده.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۷ میلادي کال د راپور له مخې شینډنډ د هرات ولایت له هغو دوو ولسوالیو څخه یوه ده چې په‌کې کوکنار کرل کېږي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال او د دې مطلب لیکوال چې په خپله شینډڼډ ته تللی، د شینډنډ د ولسوال حکمت الله حکمت دفتر داسې انځوروي چې دیوالونه یې پر مرمیو سوري سوري دي. هغه ته خلکو ویلي چې نوموړی ډېر وخت په هرات ښار کې تیروي.

په خپله د شینډنډ ولسوال بیا دې ورځپاڼې ته ویلي چې په ولسوالۍ کې یې لویه امنیتي ستونزه دا ده چې د دولت وسله‌وال مخالفین پر موټر سایکلونو راځې حملې کوي او تښتي.

خو د نیویارک ټایمز په وینا له دغو ټولو امنیتي او نورو ستونزو سره- سره د شینډنډ اوسیدونکي هم لکه د نورو خپلو میلیونونو هېوادوالو په څېر خپلې عادې ورځنۍ چارې مخ ته وړي، دوکانداران خپله دوکانداري کوي، ماشومان ښوونځیو ته ځي او یو شمېر کورنۍ هم بیا د دې لټه کوي چې د طالبانو له ګواښونو ځان پناه او هرات ښارته کډه شي.

  • لانګ وار ژورنال

بلې امریکایي لانګ وار ژورنال خپرونې بیا پر وسله‌والو طالبانو د امریکایي ځواکونو وروستیو بمباریو ته پام اړولی او لیکي، که څه هم په دغو هوایي بریدونو کې د طالبانو ډېر مشران وژل شوي، خو دې ډلې زیات ټکان نه‌دی خوړلی.

خپرونه، په کابل، بادغیس، کندهار، کندز او هرات کې د وسله‌والو طالبانو وروستیو حملو ته په اشاره لیکي، طالبان تراوسه په تعرضي حالت کې دي.

د لانګ وار ژورنال په لیکنه، د امریکا متحدو ایالتونو د طالبانو د یو شمېر مشرانو له په نښه کولو سره د دې هڅه کړې چې پر دې ډلې پوځي فشارونه زیات کړي،څو د سولې خبرو ته یې حاضره کړي خو دغو هڅو تراوسه پورې د پام وړ نتیجه نه‌ده ورکړې.