د ژمي په خاطر طبیعي پېښو ته د رسېده ګۍ وزارت تدابیر!

طبیعي پېښو ته د رسېده ګۍ وزارت وايي، په ژمي کې ېې طبیعي پېښو ته تدابیر نیولي دي.

د ژمي له رارسېدو سره طبیعي پېښو ته د رسیده ګۍ وزارت وايي، په راروان موسم کې يې د زیانمنېدونکو ولایتونو د اوسېدونکو د ستونزو هواري ته یو لړ تدابیر نیولي دي.

د دغه وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، حکومت د نغدو پیسو ترڅنګ یوه اندازه خوارکي مواد هم تیار کړي چې د ژمي په موسم کې په زیانمنو شویو کورنیو ووېشي.

ده وویل:

"طبیعي پېښو ته د رسیده ګۍ وزارت یو لړ مخکني تدابیر نیولي دي، د ۳۴ ولایتونو د اوسېدونکو لپاره ۶۹ میلیونه، اته لکه او ۵۹ زره افغانۍ یې په پام کې نیولي دي، همدارنګه په ګدامونو کې خوراکي مواد هم لرو چې کولای شي خلک ډاډمن کړي، په درې میاشتو کې چې خدای مه کړه، هره پېښه کېږي، رسیده ګي ورته وکړو."

ده وویل، ولایتي کمېټو ته د خوراکي موادو لېږل دوام لري او هڅه کېږي چې ټولو ولایتونو ته په سمه توګه ورسول شي.

ښاغلي عظیمي وویل، حکومت هڅه کوي چې د هېواد په مختلفو سیمو کي خلک د ژمي د یخنیو له خطرونو وژغورل شي.

سږنی ژمی په داسې حال کې رارسېږي چې د یو شمېر ولایتونو خلک د وچکالۍ له امله له خپلو سیمو بېځایه شوي، په تېره د هرات ولایت د نېږدې ولایتونو ګڼ اوسېدونکي هرات ښار ته تللي دي.

طبیعي پیښو ته د رسیده ګۍ وزارت وايي، هرات ولایت ته به د کډه شویو ستونزې هم په پام کې ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې د اکثرو زیانمنو شویو ولایتونو اوسېدونکو د ژمي په موسم کې د حکومت پر اقداماتو انتقادونه کړي وو.

د افغانستان د ملي شورا ځیني غړي هم انتقاد کوي چې حکومت د ژمي په یخنیو کې زیانمنو شویو کورنیو ته جدي توجو نه ده کړي.

د مشرانو جرګې اداري پلاوی د دغه وزارت پر پروګرامونو انتقاد کوي او وايي، همدا اوس ډېری خلک په ناوړه ا قتصادي وضعیت کي شپې سبا کوي، خو لازمه رسیده ګي ورته نه کېږي.

د مشرانو جرګې مرستیال محمد اصف صدیقي وايي:

اصف صدیقي

"په خواشينۍ سره دوی هېڅ تیاری نه لري، دوی مطبوعاتي خبرې کوي، همدا اوس په اکثرو ولایتونو کې خلک له لوږې مري، د یخنیو له شدته کړېږي، بادغیس ووینئ چې په څه حالت کې دی، تر دې حده چې خپل اولادونه خرڅوي."

ښاغلی صدیقي ټینګار کوي چې که د خلکو ستونزو ته پام ونه شي، د ژمي په موسم کې به سختو ستونزو سره مخ شي.

دی له حکومته غواړي چې ولایتونو ته دې پلاوي وټاکي چې د خلکو ستونزې له نېږدې بررسي کړي چې مرستې مستحقو ته ورسېږي.

راپور: خان محمد سیند