د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر راشد میریدوف سره خبرې کړي.
ښاغلي خلیلزاد په خپله ټویټرپاڼه د پرون شپې د دې لیدنې عکسونه او لنډ معلومات خپاره کړي.
After a good visit in #Islamabad, I was briefly in #Moscow, then on to #Uzbekistan to discuss our regional approach to political settlement in #Afghanistan w Pres #Mirziyoyev & FM #Kamilov. Now in #Turkmenistan, where met w FM Meredov. We need to work together for Afghan peace! pic.twitter.com/G6YAYMF9hp
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) December 11, 2018
د افغان سولې لپاره د امریکا دغه ځانګړي استازي ویلي چې د افغان سولې لپاره ګډ کار ته ضرورت دی.
زلمی خلیلزاد له ازبکستانه ترکمنستان ته تللی چېرته چې هغه له ولسمشر شوکت میرضیایف سره وکتل او دواړو خواو ټینګار وکړ چې د زیربنیايي جوړښتونو پراختیا د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته کولی شي.
زلمي خلیلزاد خپل وروستی سفر د ډیسمبر په دویمه نیټه سیمې ته پیل کړی چې تر اوسه یې په ترڅ کې پاکستان، افغانستان، روسیې، ازبکستان او ترکمنستان ته تللی دی. تمه ده چې د ډیسمبر تر شلمې نیټې پورې د نوموړي دا سفر یو شمیر نورو هیوادونو لکه بلجیم، متحده عربي اماراتو او قطر ته دوام وکړي.