ملګري ملتونه: په یمن کې شل ميلیونه وګړي له لوږي سره مخ دي

ملګرو ملتونو د یمن خلکو ته په راتلونکي کال کې د بشري مرستو د رسولو لپاره د ۴ میلیاردو ډالرو بسپنې غوښتنه کړې ده.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د چارو مشر وایي، په جګړه ځپلي یمن کې شل ميلیونه وګړي وږي دي چې دا د دې هېواد د نفوسو په سلو کې اویا جوړوي.

مارک لوکاک پرون وویل، په یمن کې د وږو کسانو په شمېر کې د تېرکال په نسبت په سلو کې پنځلس زیاتوالی راغلی او د لومړي ځل لپاره په دې هېواد کې دوه نیم لکه کسان له ناورین سره مخ دي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، لوکاک چې له یمنه نوی راستون شوی، خبریالانو ته د دې هېواد وضعیت ډېر ناوړه وباله او ويې ویل چې بشري وضعیت یوې خطرناکې مرحلې ته رسېدلی دی.

هغه وویل، دونیم لکه یمنیان د هغې نړیوالې درجې په پنځمه مرحله کې دي چې د خوراکي موادو د خوندیتوب او خوارځواکۍ پراخوالی او تر ټولو ناړه حالت ترسیموي.

هغه زیاته کړه چې دغه وضعیت تر ډېره د یمن په څلورو تعز، صعده، حجه او حدیده ولایتونو کې چې درنې جګړې روانې دي، واکمن دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشر وویل، جنوبي سوډان بل یوازنی هېواد دی چې په دغه پنځمه درجه کې شامل دی او ۲۵ زره وګړي یې له ناورین سره مخ دي.

لوکاک زیاته کړه چې په یمن کې نېږدې پنځه ميلیونه وګړي په څلورمه درجه کې چې د اضطراري وضعیت لپاره ټاکل شوی، شامل دي.

دوی له سختې قحطۍ او په لوړه کچه له خوارځواکۍ سره مخ دي، د مرګ او میر اندازه له حده زیاته ده، یا هم عواید دومره زیات کم شوي چې د خوړو د زښت زیات کمښت سبب شوي دي.

دغه نېږدې پنځه ميلیونه وګړي د یمن د ۳۳۳ ولسوالیو له جملې په ۱۵۲ کې ژوند کوي، تېرکال د دغو ولسوالیو شمېر ۱۰۷ و.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشر وویل، د یمن د جګړې ډېره قرباني ملکیانو ورکړې چې له لسو زرو زیات کسان پکې وژل شوي او دا هېواد یې هم په نړۍ کې له تر ټولو ناوړه بحران سره مخ کړی دی.

هغه وویل، ملګري ملتونه په پام کې لري چې راتلونکی کال پنځلس ميلیون وګړو ته مرستې ورسوي او د دې کار لپاره د ۴ ميلیاردو ډالرو د بسپنې ټولولو غوښتنه کوي.

لوکاک زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش به د سویډن او سویس په مرسته د یوه نړیوال مرستندویه کنفرانس چې د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ میاشت کې به په ژنیو کې جوړ شي، کوربه توب وکړي او د یمن لپاره به له نړیوالو د مرستې غوښتنه وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشر همداراز هیله څرګنده کړې ده چې په سویډن کې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د یمن د سولې روانې خبرې به نتیجه ورکړي.

لوکاک وویل، په یمن کې د جګړې د پای ته رسېدو او د وضعیت د ښه کېدو لپاره اړتیا ده چې پنځه اساسي اقدامات وشي.

د جګړې د ښکېلو خواو ترمنځ اوربند، پر مرستندویو سازمانونو او د تېلو پر واردولو د محدودیتونو پای ته رسول، د اقتصاد ثبات، د ملګرو ملتونو له خوا د ۲۰۱۹ کال لپاره د څلورو ملیاردو ډالرو د بسپنې راټولو ملاتړ او د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب په سویډن کې د یمن د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د حوثي یاغیانو او د حکومت ترمنځ د لومړنیو ګامونو اخیستل.