د هلمند چارواکي: سږکال د وچکالۍ له امله کرنیز محصولات کم وو

د هلمند ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، سږکال یې د وچکالۍ له امله کرنیز محصولات کم وو.

د دغه ولایت د کرنې رئیس زلمي الکو ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې سږکال په هلمند کې د جګړو او وچکالیو له کبله دومره یې کرنیز حاصلات لرل چې یوازې په دغه ولایت کې مصرف شي.

د ښاغلي الکو په خبره، د یاد ولایت موسی قلعه، سنګین او باغران ولسوالۍ تر ټولو زیاتې وچې وې چې ډېری کرنیزې ځمکې هم په همدې ولسوالیو کې دي.

د نوموړي په وینا، له دې ټولو ستونزو سره ـ سره بیا هم یاد ولایت روان کال خپل عواید اویا سلنه لوړ کړي او پلان دی چې د مالي کال تر پایه به دا شمېر اتیا سلنې ته ورسوي، خو دا مهال د ټول هلمند ولایت په کچه ۴۰ میلیونه افغانۍ عواید له کرنې له درکه راټول شوي دي.

د هلمند د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې به تېره کې د غله‌جاتو سربېره زیات سبزي جات هم یو شمېر ګاونډیو هېوادونو او ولایتونو ته صادرېدل.