په کندز کې د توبرکلوز ۲۴ بستریز روغتون ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

په کندز ولایت کې د توبر کلوز ۲۴ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

د کندز والي عبدالجبار نعیمي د دې روغتون د پرانېستلو پر مهال وویل چې د توبر کلوز د درملنې د دې روغتون د جوړولو لګښت چې ۲ لکه او شپېته زره ډالر کېږي د «UNDP» له‌خوا ورکړل شوی دی.

د ښاغلي نعیمي په وینا روغتون به د شمال ختیځ زون په سطحه د توبرکلوز ناروغانو ته صحي خدمات وړاندې کوي.

په ورته وخت کې د کندز د عامې روغتیا رئیس عبدالمتین عاطفي وویل چې په پام کې ددغه روغتون په عصري طبي تجهیزاتو سمبال شي، څو په وخت سره د شمال ختيځ زون د څلورو ولایتونو اوسېدونکو ته ښه روغتیايي خدمات وړاندې برابر شي.