د سولې شورا نوی رئیس: یوه پوره نوې ستراتیژي به جوړه کړو

محمد عمر داوودزی

محمد عمر داوودزی د سولې عالي شورا د دارالانشا نوی رئیس ټاکل شوی.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پرون په خپله فیسبوک پاڼه د ولسمشر فرمان خپور کړی و.

ښاغلي داوودزي تېره شپه له ازادي راډيو سره ځانګړې مرکه هم وکړه او ویې ویل د سولې یوه نوې تګلاره به جوړه کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"یوه پوره نوې ستراتیژي به جوړوو. پخوانۍ تګلارې، پلانونه او طرحې به ګورو او له دغه نوي حالت سره به یې عیاروو. اوس د خلیلزاد صاحب د ماموریت نه بعد یو نوی حالت ایجاد شوی."

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې داوودزی د کورنیو چارو وزیر و، خو له دندې وروسته یې سیاسي ګوند جوړ کړ او د سولې په ارتباط یې هم ځینې غونډې وکړې.