غني: د اداري اصلاحاتو کمېسيون په دولتي پوستونو ۲۲ زره کسان ګمارلي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د اداري اصلاحاتو کمېسيون تر اوسه پورې په شفافیت سره دولتي پوسټونو کې دوه ویشت زره کسان ګمارلي دي.

ولسمشر غني چې د فساد پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته يې وینا کوله، د افغانستان په قضايي او عدلي برخو کې هم د اصلاحاتو یادونه وکړه.

د ښاغلي غني په وینا، هغه څوک چې د اصلاحاتو مخالفت کوي ملي ګټې نه، بلکې خپلې شخصي منافع پالي.

محمد اشرف غني وویل، د تدارکاتي د عالي شورا غونډو یو بنسټیز بدلون رواستی او نن د افغانستان د تداراکاتو سېستم د الکترونیکي کېدو په حال کې دی.