پاکستان: د ډیورند پر کرښه د اغزن سیم پروژه تر نیمايي بشپړه شوې

د پاکستان پوځ وايي، د ډیورند پر کرښه د اغزن سیم لګولو کار به د ۲۰۱۹ میلادي کال تر پایه بشپړ کړي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د سرحدي قواوو ډګروال محمد شهزاد ویلي چې د دې پروژې نیمايي برخه یې بشپړه کړې ده.

ډګروال محمد شهزاد وایي چې له دې سره د پاکستان امنیت ښه شوی او لا به ښه شي.

د پاکستان د ځمکنیو سرحدي ترمینلونو عمومي مشر ډګروال عزیز خټک ویلي چې پر ډیورند د نظم له ټینګېدو سره به له افغانستان سره تجارت هم وده وکړي.

ډګروال خټک وویل:

"د دواړو هېوادونو تر مشورې وروسته، موږ څلور موټر پر دې لار د ازموینې لپاره واستول، خو اوس یې شمېر ۲۰۰ ته رسېدلی دي، په نېږدې وخت کې به د پوځ او سرحدي ځواکونو په مرسته دا شمېر ۵۰۰ ته ورسېږي."

د ازادي راډیو خبریال پرون شنبه د چارواکو په حواله وویل چې پر غلام خان بندر به د شپې له خوا هم د تجارتي مالونو انتقال ته اجازه ورکړل شي.

د افغانستان حکومت مکرراً د ډيورند پر کرښه د اغزن سیم مخالفت کړی او وايي چې په دې اړه پرېکړه د ولسونو حق دی.