جنرال مارک میلي د جنرال ډانفورډ ځای ناستی کېږي

جنرال مارک میلي

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ جنرال مارک میلي د لویو درستیزانو د ګډې کمېټې مشر ټاکلی دی.

په دې کمېټه کې د امریکا د هوايي ځواکونو، اردو، مرین قواوو، سمندري قواوو او ملي ګارد ځواکونو لوي درستیزان شامل دي.

جنرال مارک میلي په وروستیو درېیو کلونو کې د امریکا د اردو قوماندان و.

هغه به د جنرال جوزف ډانفورډ پر ځای کار پیل کړي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون، شنبه د ډېسېمبر ۸مه پر ټوېتر له جنرالانو مارک میلي او جوزف ډانفورد مننه کړې او ویلي یې دي چې د قدرت د انتقال لپاره به نېټه وټاکل شي.

​جنرال مارک میلي ۶۰ کلن دی.

هغه له پرنسټن پوهنتونه فارغ شوی دی.

دا امریکايي جنرال په افغانستان او عراق کې د پوځي خدمت سابقه لري.

جنرال جوزف ډانفورد هم مخکې د امریکا د مرین ځواکونو او بیا په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي قواوو قوماندان و.

د جنرال جوزف ډانفورد د خدمت دوره د ۲۰۱۹ میلادي کال د جنورۍ په لومړۍ پای ته رسېږي.

د ولسمشر ټرمپ ادارې په افغانستان کې د امریکا د اولس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې زیاتې کړې دي.

جنراف ډانفورد د نومبر په اولسمه په کاناډا کې یوې امنیتي غونډې ته ویلي وو چې وسله وال طالبان د شکست یا ماتې په حال کې نه دي.

خو ایا وسله وال طالبان د بري په حال کې دي؟

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت امریکايي جنرال سکاټ مېلر تېره اوونۍ د دې پوښتنې په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل:

"بری له پوځي لارې نه شي ګټل کېدلای، دا خبره د افغانستان د پوځ او طالبانو په برخه کې حقیقت لري او واضح ده چې سیاسي جوړ جاړی باید وشي."

د امریکا حکومت د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره سیاسي هڅې هم ګړنډۍ کړې دي.

د امریکا حکومت په افغانستان کې د کال تقریباً ۴۵ ميلیارده ډالر په افغانستان کې پر جګړه لګوي چې د مالیې ورکوونکو لپاره لوی اقتصادي بار ګڼل کېږي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سیمې ته په درېیم رسمي سفر کې د جمعې په ورځ له روسي چارواکو سره کتلي دي.

زلمی خلیلزاد

​د اسوشېټېډ پرېس په حواله، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تأيید کړې چې خلیلزاد د هغه وزارت له مرستیال ایګور مورګلوف او د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره خبرې کړې دي.

رپوټونه وايي چې دواړو خواوو په افغانستان کې پر وضعیت او د حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکرو د پېل لپاره د روسیې او امریکا پر همکارۍ خبرې کړې دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به په بلجیم کې هم له چارواکو سره وګوري.

بلجیم تېره اوونۍ د افغانستان په اړه د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې کوربه و.

وسله والو طالبانو تر اوسه د افغانستان له حکومت سره د مخامخ خبرو امکان رد کړی دی.