د کندهار اوسېدونکي د بای پاس سړک د جوړېدو غوښتنه کوي

ارشیف

د کندهار اوسېدونکو د شنبې په ورځ د بای پاس سړک د پنځو ساعتونو لپاره ځکه بند کړ چې په خبره يې، په تېرو ۱۷ کلونو کې د یاد سړک د اساسي جوړولو لپاره اقدام نه دی شوی.

په کندهار کي بای پاس سړک هغه لار ده چې د هرات او کابل د لويې لارې لوی باروړونکي او مسافر وړونکي موټر ور باندې تګ راتګ کوي.

د کندهار ولایتي ادارې د تېرو ۱۷ کلونو راهیسې لا هم د دغې لارې د اساسي جوړلو لپاره اقدامات نه دي کړي.

د بای پاس سړک د سیمي اوسېدونکو د شنبې په ورځ دغه لویه لار د پنځو ساعتونو لپاره ځکه وتړله چې په خبره يې، حکومت يې باید د اساسي جوړلو لپاره لاس په کار شي.

عام کسان وايي، د کندهار ښاروالۍ ورته هر کال د یاد سړک د جوړلو وعدې ورکوي، خو نور مجبور شوي تر څو لویه لار د تګ راتګ پر مخ وتړي.

د پای پاس د سیمي اوسېدونکي راز محمد وویل:

"نور موږ دا ستونزه نه شو زغملای، که سړک نه جوړوي، موږ غټ موټر نور نه پرېږدو، دوی هېڅ همغږي نه لري، یو وايي چي عریضه وکړئ، بل وايي، موږ دا سړک د نړیوال بانک په مرسته جوړ کړی."

په عین وخت کې د کندهار ښاروالي او د فواید عامې ریاست د دغه سړک د جوړلو پړه یو پر بل ور اړوي.

د کندهار ښاروالي وايي، یاد سړک د محصول په پيسو نه جوړېږي او زیات مصرف ته اړتیا لري.

د کندهار سرپرست ښاروال محمد نسیم رضايي وايي، د لویو باروړنکو موټرو د سړکونو د جوړولو چارې د فواید عامې وزرات دنده ده.

دی وایي:

"په ښاري ساحه کې هر څومره سړکونه چې وي، د هغه ترمیم د ښاروالۍ کار دی، خو بای پاس د غټو موټرو د تګ راتګ لاره ده او واضح خبره ده چې مسؤلیت يې د فواید عامې دی."

بل خوا د کندهار د فواید عامې رئيس محمد صابر احمدزی وايي، د دوی دنده د ښارونو او ولسوالیو تر منځ د لویو لارو رغول دي او د ښار دننه سړکونه جوړول د ښاروالۍ دنده ده.

ده وویل:

"د فواید عامې دنده لويې لارې او له ولسوالیو تر مرکزه، اما بای پاس د ښار په منځ کي دی، زموږ مسؤلیت په کې نشته، د دې سړک رغول د ښاروالۍ دنده ده."

په عین وخت کې د کندهار مرستیال والي حاجي اغا لالی دستګیري د خلکو ستونزه مني او زیاتوي چې ډېر ژر به د دغې لارې د اساسي جوړلو چارې پيل کړي.

حاجي اغا لالی دستګیري

نوموړي وویل:

"اوس مو وعده دا ده چې سبا به له دوی سره کېنو او د دې سړک د عملي کار د پیل نیټه به ورته وایوو، کور يې ودان چې زموږ غوښتنه يې ومنله او لاره يې بېرته خلاصه کړه."

په کندهار کې اوسنی بای پاس سړک یوه فرعي لار ده چې دولت ورڅخه د لویو باروړونکو موټرو لار جوړه کړې، د دغې سیمې اوسېدونکي وايي، که دولت خپله ژمنه پوره نه کړي، نو دغه لویه لار به بیا وتړي.

راپور: صادق رښتینی