د کرنې وزارت: هڅه کوو چې د جنګونو او وچکالۍ ځپلو ته مرستې ورسوو

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د مرستندویو او اړوندو نورو بنسټونو په همکارۍ هڅه کوي چې د جنګونو او وچکالۍ له امله زیانمنو شویو خلکو ته مرستې ورسوي.

په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو او د خوړو د کمښت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا له اندېښنو وروسته د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې په ګودامونو کې یې تر ۵۰ زره مټریک ټنو پورې غنم زخیره دي چې تر يوه بریده د اړو خلکو ستونزې هوارولای شي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د يادو غنمو سربېره ۴۰ زره مټریک ټنه نور غنم به هم په راتلونکو څو میاشتو کې افغانستان ته را ورسېږي چې د اړتیا په وخت کې به یې دوی اړوندو بنسټونو ته په زیانمنو خلکو د وېشلو لپاره وسپاري.

اکبر رستمي

نوموړي وویل:

"موږ په تېر يوه کال کې په ټوله کې په زیانمو خلکو ۱۶۹ زره مټريک ټنه غنم وېشلي دي او اوسمهال هم له ۵۰ زره مټریک ټنو زیات غنم په خپلو ستراتيژیکو ګدامونو کې ذخيره لرو، د راتلونکي کال لپاره هم موږ د غنمو د ذخایرو او د وچکالۍ له امله له زیانمو خلکو سره د مرستې لپاره پوره چمتووالی لرو."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا په خپل یوه تازه راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شوی، په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د ۱۸ کلنې دوامدارې جګړې څخه زېږیدلو ناخوالو چې د کمېدو هېڅ څرک یې نه لګېږي، سربېره روانې وچکالۍ د افغانانو ستونزې نورې هم زیاتې کړي دي.

په دغه راپور کې راغلي چې سږکال د جګړو او وچکالۍ له امله شااوخوا پنځه نیم لکه افغانان له خپلو مېنو بېځایه شوي او ۳،۳ میليونه خلک د خوړو د خوندیتوب له ګواښ سره مخ دي.

د اوچا راپور زیاتوي چې په افغانستان کې نېږدې ۶،۳ میليونه خلک يو ډول بشري مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري چې له ډلې يې ۳،۷ میليونه یې په ډېر ناوړه وضعیت کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزیر د نجیب اقا فهیم د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته وویل چې په ټول هېواد کې شااوخوا ۲،۲ میليونه وګړي بېړنیو غذايي مرستو ته اړتیا لري.

ښاغلي فهیم دا شان وویل چې ډېر ژر به په ټول هېواد کې په اړو او زیانمو خلکو د مرستو د وېشلو لړۍ چې په کې ۹۲ زره مټریک تڼه غنم هم شامل دي، پيل شي.

په ورته وخت کې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال محمد اسلم سیاس ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت او مرستندویه ادارې ژمن دي چې اړو خلکو ته په وخت سره مرستې ورسوي.

محمد اسلم سیاس

ده زیاته کړه:

"د افغانستان اسلامي جمهوریت، ولسمشر، اجرائیه رئیس او ټوله کابینه دې ته ژمن دي چې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ نشي، خلکو ته د خوړو رسولو په برخه کې موږ چمتووالی لرو، بیا هم وایم چې په دې برخه کې درې عنصره چې افغان دولت، نړیواله ټولنه او خلک دي چې کولای شي زیانمو او خلکو سره مرستې وکړي."

خو له دې ټولو سره سره د اقتصادي چارو کارپوه سید قیاس سعیدي بیا وايي چې که نړیواله ټولنه له افغان حکومت سره په دې برخه کې په وخت سره مرستې ونه کړي، نو ممکن خلک په روان ژمي کې له سختو ستونزو سره مخ شي.

راپور: محمد واصل وصال