د پکتیا معلولین او د شهیدانو ورثه وایي، حقوق پر وخت نه ورکول کېږي

په پکتیا کې یو شمېر معلولین او د شهیدانو ورثه پر اړوندو ادارو نیوکه کوي او وایي چې د دولت له خوا دوی ته منل شوي حقوق پر وخت نه ورکول کېږي او معاشونه یې په میاشتو او حتی په کلونو ځنډېږي.

دوی ازادي راډيو وویل چې له هېواده د دفاع په لاره کې یې د بدن غړي له لاسه ورکړي، خو د دولت له خوا دوی ته منل شوي حقوق نه یوازې دا چې پر خپل وخت نه ورکول کېږي، بلکې ضایع شوي هم دي.

دوی وایي، دا لس کاله کېږي چې په کرایي کورونو کې اوسېږي او د لسګونو نورو کړاونو ترڅنګ یې د کورونو لوړې کرایې هم کړوي.

د پکتیا ولایت د کار ټولنیزو چارو ، شهیدانو او معلولینو سرپرست رییس محمد طاهر محمدزی د معلولینو ستونزې تر یوه بریده پرځای ګڼي او وایي:

"په نظامي برخه کې موږ معلولینو ته مکمل حقوق ور رسولي، په دې کال کې، ملکي برخه کې زموږ یو مشکل دا و چې د بایومیټریک پروسې په شروع کېدو سره دغه کارونه یو څه وځنډېدل، هغه چې سږکال دوی ته پوره حقوق نه دي رسېدلي، په کم تعداد کې دي او دوی ته په راتلوونکي ۹۸ کال کې حقوق په مکمل ډول رسېږي."

د چارواکو په خبره، په دغه ریاست کې تر ۴ زره تنو معیوب او معلولیت لرونکي هېوادوال ثبت او راجستر دي چې نارینه یې ډېره برخه جوړوي.