د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په یوې جایزې ستایل شوې

د نجونو د تعلیم په برخه د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ هڅې د امریکا د هارورډ پوهنتون له خوا نوموړې ته د یوې معتبرې جایزې په ورکړه ستایل شوې ده.

۲‍۱ کلنه ملاله یوسفزۍ چې څو کاله مخکې په سوات کې د طالبانو له یو مرګوني برید وژغورل شوه، د پنجشنبې په ورځ ورته د امریکا د ماسچوسیټ ایالت په کیمریج کې د هارورډ پوهنتون له خوا د ۲۰۱۸ میلادي کال د ګلیټسمن ایوارډ ورکړل شو.

د هارورډ پوهنتون یو استاد ډیویډ ګیرګین په دې مناسبت ویلي:

"ملاله د ځپل شویو ښځو او نجونو د پیاوړتیا او استقامت لپاره په پوره ځواک خبرې کوي."

دا جایزه د داسې فعالیتونو په بدل کې چې په نړۍ د خلکو د ژوند کیفیت بهتره کړي ۱۲۵ زره امریکايي ډالر ورکوي.

ملاله یوسفزۍ دا مهال په اکسفورډ پوهنتون کې محصله ده.

نوموړې د نجونو د تعلیم په برخه کې د کړو هڅو له کبله تر دې مخکې په ۲۰۱۴ میلادي کال د سولې په برخه کې د نوبل جایزه تر لاسه کړې ده.