په غور کې د زعفرانو حاصلات د تېرکال په پرتله ۸۵ سلنه زیات شوي

په غور کې د زعفرانو حاصلات د تېرکال په پرتله ۸۵ سلنه زیات شوي دي.

د دغه ولایت د کرنې رئیس عبدالتواب تایب نن ازادي راډیو ته وویل چې سږکال په‌دغه ولایت کې ۱۹ کیلوګرامه زعفران تولید شوي دي په داسې حال کې چې تېرکال ۸ کیلو ګرامه وو.

د نوموړي په خبره، په غور کې د زعفرانو کښت له ۱۳۹۲کال راهیسې د کرنې وزارت له خوا ترویج شوی، خو سږ کال د پام وړ زیاتوالی ښيې.

ښاغلی تایب وايي، زعفران اوس د دغه ولایت په ساغر، تولک، تیوره او فیروز کوه کې کرل کېږي.

د غور ولایت د کرنې ریاست وايي چې د دې بوټې د کر په زیاتېدو سره د کروندګرو په ژوند او اقتصاد کې د پام وړ بدلون راتللی شي.