افغانستان: توليدات مو د اروپا په یوه لوی نندارتون کې ښه وځلېدل

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزارت وايي چې د دغه هېواد توليدات د اروپا په یوه لوی نندارتون کې ښه وځلېدل.

د سوداګرۍ او صنایع وزارت د معلوماتو له مخې د افغان تولیداتو نېږدې ۲۱ شرکتونو د اروپا د لارتي جېیانو په نندراتون کې چې د ایټالیا په میلان ښار کې جوړ شوی نندارې ته ايښي دي.

دغه نندراتون د روانې ډیسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوی او د همدې میاشتې تر نهمې به دوام وکړي.

قالینې، قیمتي ډبرې، لاسې صنایع او زعفران هغه افغاني توليدي توکي دي چې دغلته نندارې ته ايښودل شوي او د لیدونکو د هرکلي وړ ګرځيدلي دي.

د سوداګرۍ وزارت وايي چې په‌دغه نندراتون کې د سلو نورو هېوادونو تولیدات هم نندارې ته ايښودل شوي دي چې له ټولې اروپا څخه يې نندارې ته خلک را روان دي.