د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون سې شنبهپه اسلاماباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي په شمول له پاکستاني چارواکو سره کتلي دي.
د ښاغلي خلیلزاد د دې لیدنو په اړه ډېر جزئیات نهدي خپاره شوي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې شاه محمود قریشي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازي ته ډاډ ورکړ چې دوی به په افغانستان کې د خبرو اترو له لارې یو جوړ جاړي ته د رسېدو کلک ملاتړ وکړي.
بلخوا د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور پرون یوې ډلې بهرنیو خبریالانو ته ویلي، پر افغان طالبانو د پاکستان اغېز هومره نهدی چې ویل کېږي.
نوموړي ویلي دوی له افغانان طالبانو نه په تکرار غوښتي چې د سولې خبرو ته کیني.
ښاغلي غفور د طالب مشر ملا عبدالغني برادر په شمول د یو شمېر طالب بندیانو خوشې کول د سولې له بهیر سره د خپل هېواد د هڅو برخه بللې ده.
بلخوا اسوشیټېد پرېس خبري اژانس د یو طالب چارواکي له خولې چې نومیې نهدی یاد شوی ویلي، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر څلور تنه غړي هم پرون په اسلاماباد کې وو. دا نهده څرګنده چې دې طالب استازو په پاکستان کې له چاسره کتلي او څومره وخت به دغلته پاتې شي.