د کورنیو چارو وزارت: له "تمیم" او ساتونکو سره‌یې د قانون په رڼا کې جدي چلند کېږي

تمیم، هغه کس چې د خپلو ساتونکو سره د کابل په زړه شهر نو کې ۲۴ ساعته د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې وجنګېد.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تمیم هغه غېر مسؤله وسله‌وال دی چې د خپلو ساتونکو سره يوځای لکه وسله‌وال مخالفین د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې وجنګېد چې دغه عمل‌یې په هېڅ صورت د بخښلو نه‌دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي د سې شنبه په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۳» ازادي راډيو ته وویل چې تمیم او ساتونکو یې له يوې خوا قانون تر پښو لاندې کړی او بل‌خوا یې افغان امنیتي ځواکونو ته تلفات هم اړولي.

نصرت رحیمي

نوموړي زیاته کړه:

"کوم عمل چې تمیم او ساتونکو یې ترسره کړی په هېڅ صورت د بخښلو نه‌دی، له هغوی سره به د قانون په رڼا کې جدي چلند وشي."

په دې اړه نور: د کورنیو چارو وزارت: نور حکومت خپل‌سرې وسله‌والې ډلې نه‌شي زغملی

د ښاغلي رحیمي په خبره، تمیم او ساتونکو یې هغه مهال د امنیتي ځواکونو په وړاندې په وسله‌وال مقاومت لاس پورې کړ چې پولیسو غوښتل د محاکمو د پرېکړې له مخې هغه کور چې دی په‌کې اوسېده خپل اصلي خاوند ته وسپاري.

هغه مني چې تمیم د افغانستان د دفاع وزارت د پخواني وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ ناسکه زوی دی، خو دا چې نوموړي دومره وسلې او مهمات له کومه کړي؟ ښاغلی رحیمي په‌دې اړه د څېړنو خبره کوي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د افغان امنیتي ځواکونو او د تمیم د ساتونکو ترمنځ وسله‌واله نښته کې يو پولیس وژل شوی او شپږ نور ټپيان دي چې له ډلې یې د يوه تن روغتیايي وضعیت نازک دی.

د دغه وزارت په خبره، په ياده پېښه کې د تمیم درې ساتونکي هم ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد وايي چې تمیم او ۱۳ ساتونکي‌یې د سې شنبې ماسپښین مهال پولیسو ته تسلیم شوی دی.

د افغانستان مشرانو جرګې هم د دې جرګې د سې شنبې ورځې «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۳» په عمومي ناسته کې په‌دې اړه بحث وکړ او د تمیم او ساتونکو دغه کړنه‌یې له زغم پورته وبلله.​

محمد علم ایزدیار

د دې جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار په‌دې اړه داسې وویل:

​"د ارګ په څو مترۍ کې يو کس راپورته کېږي او د قانون د پلي کوونکو سرتېرو په وړاندې له راکټ او پیکا نه کار اخلي او درې پولیس په شهادت رسوي، له بده‌مرغه چې دا ډېره سخته موضوع ده، موږ هیله لرو چې له دې موضوع سره جدي او پرېکنده عمل وشي."

په دې اړه نور: د تخار امنیه قومانداني د کندز یو غیر مسوول قوماندان نیولی

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې افغان امنیتي ځواکونو دوه ورځې وړاندې په تخار ولایت کې د نوید په نوم يو غیر مسؤله وسله‌وال او ورسره څو ملګري ونیول.

د غېر مسؤله کسانو او وسله‌والو ډلو له‌خوا له زوره کار اخیستل او غیر قانوني کړنې په افغانستان کې يو له جدي ننګونو څخه شمېرل کېږي چې له امله‌یې خلکو تل شکایت کړی دی.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۲» وویل چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې به د غیر مسؤله وسله‌والو د نیولو لړۍ په ټول هېواد کې پيل شي.

راپور: محمد واصل وصال