زلمی خلیل‌زاد پاکستان ته ورسېد

زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد نن سې شنبه د ډسمبر په ۴مه پاکستان ته ورسېد.

زلمي خلیل‌زاد د روان میلادي کال د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې په دې مأموریت وګومارل شو.

له هغه راهیسې دا پاکستان ته د خلیل‌زاد دوهم رسمي سفر دی.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست خوشبیني څرګنده کړې چې په دې سفر کې به د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره د خلیل‌زاد هڅې څرګندې پایلې ولري.

وسله‌والو طالبانو د افغانستان له حکومت سره خبرې رد کړي او په مکرر ډول یې ویلي چې یوازې له امریکا سره خبرو ته تیار دي.

خلیل‌زاد به کابل او دوحې ته هم ولاړ شي او د افغانستان د حکومت او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره به وګوري.