د کورنیو چارو وزارت: نور حکومت خپل‌سرې وسله‌والې ډلې نه‌شي زغملی

نجیب دانش د کورنیو چارو وزارت ویاند

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې نور حکومت خپل‌سرې وسله‌والې ډلې او غیر مسؤل قوماندانان نه‌شي زغملی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د کابل په شهرنو سیمه کې د پرونۍ پېښې په اړه وویل:

"د دغو زورواکانو په تېره بیا د خپل‌سرو وسله‌والو په وړاندې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت زغم نور صفر دی، نور موږ نه‌شو کولای چې د دغسې کسانو په وړاندې بې‌تفاوته پاتې شو، هر څوک چې هر چېرې چې وي او غیر مسؤلې وسله‌والې ډلې ولري، په وړاندې به‌یې اقدام کوو."

ښاغلی دانش نور د خپل‌سرو وسله والو او زورواکانو د نه‌زغمولو خبره په داسې حال کې کوي چې پرون پولیسو په کابل کې د تمیم وردګ په نوم د یوه ځواکمن کس له‌خوا د غصب شوي کور د تخلیې لپاره له ځانګړو ځواکونو د مرستې غوښتنه وروسته له هغې وکړه چې د هغه له خپل‌سرو وسله‌والو سره په نښتو کې یو پولیس ووژل شو او شپږ نور ټپیان شول.