ایا رښتیا هم ټرمپ له عمران خانه په یوه لیک کې د د افغان سولې په اړه مرسته غوښتې؟

د پاکستان د کابینې یو غړی وايي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ صدراعظم عمران خان ته په یوه لیک کې په افغانستان کې د سولې په خبرو کې د پاکستان د مرستې غوښتنه کړې.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري نن دوشنبه وویل چې ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه لیک کې د پاکستان پر صدراعظم عمران خان غږ کړی چې د سولې خبرو ته د وسله والو طالبانو د هڅو په برخه کې همکاري وکړي.

ښاغلی چودري وايي، ولسمشر ټرمپ په دې لیک کې له پاکستانه غوښتي دي چې د افغانستان د اولس کلنې جګړې د ختمولو لپاره د سولې په خبرو کې خپله ونډه ترسره کړي.

طالبانو تراوسه په مستقیم ډول له افغان حکومت سره د سولې د خبرو طرحه رد کړې ده او ویلي یې دي چې یوازې له امریکا سره خبرو ته چمتو دي.

دوی همداراز ویلي چې د ناټو ځواکونه باید د سولې د خبرو له پیله مخکې له افغانستانه ووځي.

سپینې ماڼۍ په دې اړه چې ایا په رښتیا هم ولسمشر ټرمپ عمران خان ته داسې یو لیک استولی دی، که نه، تراوسه څه نه دي ویلي او په اسلام اباد کې د متحده ایالاتو سفارت هم د ښاغلي چودري د دې ادعا په اړه له تبصرې ډډه کړې، خو که دا خبره رښتیا وي، نو دا به لومړی ځل وي چې د دې دوو هېوادونو مشران مستقیمه اړیکه سره نیسي.

امریکايي چارواکو تېره اوونۍ یوځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې له فرصته ګټه واخلي او له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني، څو جګړه پای ته ورسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په سپټمبر میاشت کې زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې د هڅو لپاره د استازي په توګه غوره کړ او ښاغلي خلیلزاد چې څو ځلې یې په قطر کې د طالبانو له استازو سره خبرې وکړې، په دې وروستیو کې یې وویل چې د افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې له طالبانو سره د سولې یوې موافقې ته هیله مند دی.

زلمی خلیلزاد

د واشنګټن او اسلام اباد د اړیکو د ښه کولو لپاره د دواړو خواوو له هڅو سره سره ولسمشر ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې ستراتېژۍ له اعلان وروسته بیا بیا پر پاکستان انتقاد کړی او په دې ترڅ کې یې په تېره نوامبر میاشت کې په یوه مرکه کې وویل چې پاکستان د میلیاردونو ډالرو مرستو له ترلاسه کولو سره سره د امریکا لپاره هېڅ نه دي کړي.

ټرمپ وویل، مخکې له دې چې د القاعده شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ووژل شي، د دې هېواد چارواکي اسلام اباد ته نېږدې په ایبټ اباد کې د هغه له استوګنې خبر وو.