ارزګان کې د فوټبال ۲۰ ورځنی ټورنمنټ د اتفاق لوبډلې په بريا پای ته ورسېد.
د دغه ولايت د فوټبال فدراسيون مشر میرزا محمد اميروزی وايي، دغه ټورنمنټ چې د ترينکوټ ښاروالۍ له لوري په لاره اچول شوی و، پهکې اتفاق لوبډلې لومړی مقام، رحيمي لوبډلې دوهم او ميوند لوبډلې درېيم مقام خپل کړی دی.
ارزګان کې د فوټبال ټورنمنټ پای ته ورسېد
مسؤلينیې وايي، اتفاق لوبډلې چې پهکې لومړی مقام ګټلی د يوه کال لپاره به د زون په سطحه د نورو لوبډلو سره لوبېږي.
په ورته وخت کې هغه لوبغاړي چې پهدغو لوبو کې یې برخه اخیستې وه د لوبو په ترسره کېدو خوښ دي او له نورو ځوانانو غوښتنه کوي چې د نشهيي توکو څخه مخ واړوي او لوبو ته مخه کړي.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
د شرافت راپور