ارزګان کې معلولینو د جنګ پر ښکېلو خواوو د سولې غږ وکړ

په ارزګان ولایت کې معلولینو په هېواد کې د جنګ پر ښکېلو غاړو د سولې غږ کړی دی.

د دغه معلولینو چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده نن د دوشنبې په ورځ د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې راغونډ شوي وو او ویل یې چې نور له جګړې پوزې ته راغلي او زغم‌يې هېڅ نه‌لري.

دوی ځانونو ته په اشارې وویل، د جګړې له زیانه دوی خبر دي.

د ارزګان معلولین

د دې ولایت د چارواکو په وینا په‌دغه ولایت کې د پخوا په پرتله د معلولینو شمېر څو برابره زیات شوی دی چې لامل‌يې روانه جګړه ده.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د شرافت راپور