دفاع وزارت: د لویو لارو د امنیت د خوندیتوب لپاره ځانګړي عملیات کوو

شاهراه فاریاب-جوزجان

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د لویو لارو د امنیت د خوندیتوب لپاره ځانګړي عملیات کوي.

د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوېد پرون دا خبره وروسته له هغه ازادي راډیو ته وکړه چې په سمنګان کې د بار وړونکو موټرو ۶۰ چلوونکي وسله‌والو مخالفینو له ځانه سره بیولي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد

نوموړي زیاته کړه:

" یو له هغو موضوعاتو چې د ملي دفاع وزارت پر هغې کار کوي او پرې زیات تمرکز کوي هغه د لویو لارو د امنیت خوندیتوب دی. د هېواد په هر ځای کې چې هلته د لویو لارو امنیت له ستونزو سره مخ کېږي موږ هلته عملیات کوو. په سمنګان کې دغه پېښه تازه شوې ده، خو په شمال کې زموږ قول اردو په یوه پراخ پروګرام کار کوي، څو هلته دغه تهدیدونه رفع کړي او هغه لویې لارې چې ولایتونه سره نښلوي د دې امنیت خوندي شي."

ښاغلي جاوېد د لویو لارو د امنیت د تأمین لپاره د عملیاتو یوه بېلګه د کابل-لوګر پر لویه لار د افغان پوځیانو وروستي عملیات یاد کړل.

په دې اړه نور: د لوګر چارواکي وسله والو مخالفانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي

هغه وویل:

"وسله‌وال مخالفین هر وخت عام افغانان او بې‌وزلي خلک ځوروي، خو کله هم چې افغان پوځیان پرې ورځي بېرته له لویو لارو تښتي."

د سمنګان چارواکي چېرته چې د سړي تښتونې وروستۍ پېښه شوې وايي چې د قومي سپین ږیرو په منځګړیتوب هڅه کوي، څو تښتول شوي خلک راخوشې کړي.

د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي وايي، وسله‌والو طالبانو پرون ۱۲۰ تنه تښتولي او وروسته‌یې ۶۰ کسان خوشې کړل او نیمايي نور لا هم ورسره دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د موټر چلوونکو ۶۰ کلینران د سیمې د خلکو په منځګړیتوب خوشې شوي، خو ۶۰ کسه موټر چلوونکي اوس وخت د دره‌صوف پائین ولسوالۍ په مقصود کلي کې له طالبانو سره دي. خبرې روانې دي چې د قومي سپین ږیرو او د سیمې د خلکو په منځګړیتوب دا کسان هم راخوشې شي."

په شمال کې یوازې د سمنګان لویه لار نه، بلکې بلخ ته د ځینو نورو ولایتونو په لویو لارو هم په‌دې وروستیو کې د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا خلک تښتول شوي او وخت ناوخته په موټرو ډزې کېږي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د بلخ له کشنده ولسوالۍ نه سرپل ته په لار له یوه بس موټره ۲۵ کسان وسله‌والو طالبانو له ځانه سره بیولي.

په دې اړه نور: د والي ویاند: د بلخ-سرپل په لاره د برمته شویو مسافرو د خوشې کولو هڅې روانې دي

طالبانو په هماغه ورځ وویل چې له ۲۵ کسانو یوازې درې سیمه‌ییز پولیس له دوی سره دي او نور یې خوشې کړي، خو د بلخ ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، پاتې کسان لا هم نه‌دي خوشې شوي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین او امنیتي کارپوه میرزا محمد یارمند وايي، وظیفوي غفلت او د تدابیرو نه‌موجودیت د دې لامل شوی چې په لویو لارو کې وخت ناوخته امنیتي ستونزې رامنځته شي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین او امنیتي کارپوه میرزا محمد یارمند

نوموړي زیاته کړه:

"مهمې لویې لارې باید امنیتي سروې شي. د همدې سروې له مخې قوت ورته تعبیه شي. له امنیتي قدرته داسې استفاده وشي چې په لوړو سیمو پوستې او سنګرونه ولرو او هم په خپله د سړک پر سر منظمې ګزمې وکړو. نو له دې ټولو تدابیرو وروسته به د دې ستونزو په وړاندې مبارزه وشو کړای."

وسله‌والو طالبانو د سمنګان د وروستۍ پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې یې په ګڼو لویو لارو بریدونه کړي او ان په څو څو ورځو مهمې لویې لارې بندې پاتې چې یوه بېلګه‌یې سږ کال د غزني پر ښار د وسله‌والو طالبانو د برید پر مهال د کابل-کندهار د لویې لارې تړل کېدل وو.

د امریکا د بهرنۍ پالېسۍ یوه څېړندویه مرکز فارن افیرز تېره جمعه لیکلي و چې طالبان په ځینو لویو لارو برلاسي دي، په بېلابېلو سیمو بریدونه کوي او له ټول ټال ۴۰۰ ولسوالیو په نږدې ۲۵۰ یا پوره یا هم نسبي واک لري.

راپور: صفي‌الله ستانکزی