له وسله والو طالبانو د سولې په اړه د افغان حکومت تازه غوښتنه!

افغان حکومت وايي، که وسله وال طالبان د سولې په خبرو باور لري، نو باید د خپل مذاکره کوونکي پلاوي نوملړ اعلان کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو د پيل لپاره صادقانه چمتووالی لري.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ په کابل کې له خبریالانو سره د جنیوا کنفرانس د لاسته راړونو د شریکولو په مهال وویل، که طالبان د سولې په خبرو باور لري، باید د خپل مذاکره کوونکي پلاوي نوملړ اعلان کړي.

شاه حسین مرتضوي

ده وویل:

"افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي د نوملړ په اعلان سره ښکاره کړه چې نبست په سولې باور لري او ورته رښتينی دی، موږ تمه لرو چې که طالبان سولې ته باورمند وي، نو د سولې د خبرو د پیل لپاره دې د خپل مذاکره کوونکي پلاوي نوملړ اعلان کړي."

ښاغلی مرتضوي وايي، که وسله وال طالبان د سولې خبرو ته داخلېږي، باید د افغانستان اساسي قانون ومني.

د نوموړي په وینا، که د سولې د خبرو په جریان کې د اساسي قانون د تعدیل وړاندیز وشي، نو د تعدیل میکانیزم په اساسي قانون کې واضح بیان شوی.

که څه هم وسله والو طالبانو تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یادې ډلې اعلان کړی و چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په شتون کې له افغان حکومت سره د سولې خبرې نه پیلوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جنیوا په غونډه کې له وسله والو طالبانو سره د سولې توافق، د روغې جوړې بهیر، ډموکراټیکې پروسې ته د طالبانو شاملول او په ټولنه کې د دوی د ادغام لپاره پنځه کاله وخت ټاکلی و.

ښاغلي غني ویلي وو چې له طالبانو سره د سولې وړاندیز غیر مشروط دی، خو د سولې لپاره شرایط لرو.

د افغانستان د اساسي قانون په اساس، د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو ساتنه، د امنیتي او ملکي بنسټونو د فعالیت دوام او د اساسي قانون له ارزښتونو سره سم د بیان د ازادۍ خوندي کول هغه شرایط دي چې افغان حکومت له وسله والو طالبان سره د سولې د خبرو لپاره وړاندې کړي.

افغان حکومت یوه اوونۍ وړاندې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو د پيل لپاره یو ۱۲ کسیز پلاوی اعلان کړ.

د یادونې وړ ده چې له دې هڅو سره په خوا کې امریکا هم له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره کوښښونه پيل کړي دي.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي وو چې امریکا له وسله والو طالبانو سره د سولې په جدي خبرو بوخته ده.

له دې ټولو سره په خوا کې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د سولې لپاره ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو چې تمه شته چې افغانان د جمهوري ریاست له انتخاباتو وړاندې د سولې توافق ته سره ورسېږي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یوشمېر افغان کارپوهان وايي، خوشبیني شته چې طالبان به ډېر ژر له افغان حکومت او امریکا سره د سولې خبرې پيل کړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې نجیب ازاد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

نجیب ازاد

"طالبان به د سیاسي مصؤنیت لپاره د مذاکره کوونکي پلاوي نوملړ ژر اعلان نه کړي، خو خوشبیني شته چې وسله وال طالبان به له افغان حکومت او امریکايي چارواکو سره ډېر ژر د سولې خبرې پيل کړي."

خو د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د جګړې او سولې صلاحیت افغان حکومت په ځانګړې توګه ولسمشر محمد اشرف غني لري.

د سولې عالي شورا په وینا، امریکا او زلمی خلیلزاد به په دې برخه کې د زمینې برابرولو نقش او رول لري.

مرتضوي زیاتوي، هېڅ هېواد نه شي کولای چې د افغانانو او افغان حکومت په استازیتوب له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.

راپور: رحمت الله افغان