سپينې ماڼۍ: ډونالد ټرمپ او ولاديمير پوتين د لنډې شېبې لپاره غږېدلي

سپينې ماڼۍ تأييد کړه چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د لنډې شېبې لپاره خبرې کړي دي.

دواړه مشرانو د شلو صنعتي هېوادونو په سرمشريزه کې د شپې د ډوډۍ پر مهال په خپلو کې لنډې خبرې وکړې.

سپينې ماڼۍ تأييد کړې ده چې د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپل روسي سيال سره د ماښامنۍ پر مهال لنډې خبرې کړې دي.

سارا ساندرز

د سپينې ماڼۍ وياندې سارا ساندرز پرون په يوه اعلاميه کې وويل:

"د معمولي څو اړخيزو مناسبتونو په څېر ولسمشر ټرمپ او لومړۍ مېرمنې د ولسمشر پوتين په ګډون د نړۍ له مشرانو سره تېره شپه د ډوډۍ پر مهال څو غير رسمي خبرې اترې درلودې."

بل خوا د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي چې ده او د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په داسې حال کې چې روان وو، د لنډې شېبې لپاره په تور سمندرګي کې د اوکراين او روسيې د جنګي کښتيو ترمنځ د وروستي تقابل پر مسئله هم خبرې وکړې.

ولسمشر پوتين د دغو خبرو چې پرون په ارجنټاين کې د شلو صنعتي هېوادونو يا (G-20) د سرمشريزې په څنډه کې شوي، لږ جزيات په ډاګه کړي دي.

رسنيو د پوتين دا خبرې راخيستي چې ويلي يې دي:

"موږ لنډې خبرې وکړې، په تور سمندرګي کې مې د شوې پېښې په اړه د هغه پوښتنې ځواب کړې."

ولاديمير پوتين زياته کړې، ولسمشر ټرمپ خپل دريځ لري، زه خپل.

ولادیمیر پوتین

پوتين په خپلو خبرو کې ويلي، چې د نظرونو د تبادلې په نتيجه کې هېڅ هم نه دي بدل شوي.

په ارجنټاين کې د شلو صنعتي هېوادونو د سرمشريزې په شپه ولسمشر ټرمپ اعلان کړى و چې له پوتين سره به يو په يو رسمي خبرې ونه کړي.

هغه د تېرې اوونۍ پېښې ته اشاره کړې وه چې په نتيجه کې يې روسيې د اوکراين درې کښتۍ او ٢٤ ماڼوګان ونيول.

وروسته له هغې چې روسيې په ٢٠١٤ میلادي کال کې د اوکراين کريميا سيمه لاندې کړه، د تېرې يکشنبې دا پېښه د روسيې او اوکراين ترمنځ لومړى پوځي تقابل ګڼل کېږي.

ولسمشر پوتين له خبريالانو سره په خبرو کې د رسمي کتنې پر نه کېدو خواشيني څرګنده کړې ده.

هغه ويلي:

"دا د خواشينۍ وړ خبره ده چې موږ نه شو کولاى چې بشپړه کتنه ولرو، فکر کوم ډېره اړتيا هم ورته احساسېږي."