د تخار امنیه قومانداني د کندز یو غیر مسوول قوماندان نیولی

د تخار امنیه قومانداني وايي، د کندز د خان اباد ولسوالۍ یو غیر مسوول قوماندان یې نیولی دی.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر نن یکشنبه رسنیو ته وویل چې نوید خان ابادي له ۶ نورو وسله والو سره د تالقان په یوه روغتون کې له دوه ورځې محاصرې وروسته ونیول شو.

ویل کېږي چې نوید په خان اباد ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره له نښتې وروسته خپل یو ټپي وسله وال د درملنې لپاره تالقان ته وړی و.

د اسیر په وینا نوید د بشري حقونو په سرغړونې، د خلکو په ځورولو او د غیرمسوولو وسله والو په لرلو تورن دی.