ایران خپله جوړه کړې هغه لویه جنګي بېړۍ فعاله کړه چې د دې هېواد د دولتي رسنیو په وینا، له رادار څخه د پټېډو وړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د ایران او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ ترينګلتیا زیاته شوې ده.
د ډیسمبر په لومړۍ نېټه په هغو مراسمو کې چې د ایران دولتي ټلویزیون په ژوندۍ بڼه خپرول، ایران دا جنګي بېړۍ په بندر عباس کې د ایران له سمندرې نظامې اډې سره یوځای شوه.
دا اډه د هورموز د ستراتیژیک تنګي په خوله کې پرته ده.
ایران په لومړي ځل په ۲۰۱۰ میلادي کال کې په خپله جوړه کړې ستره پوځې بېړۍ په فارس سمندر کې له خپل سمندري ځواک سره یو ځای کړه.
راپورونه وايي چې ایران دا ډول پنځه لويې پوځې بېړۍ لري.
داسې ښکاري چې ایران په دې اعلان سره غواړې، د امریکا د متحدو ایالتونو سره د زیاتېدونکي کړکېچ په ترڅ کې خپله نظامي وړتیا څرګنده کړي.
د ډونالد ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې ووت او پر دې هېواد یې له سره بندیزونه ولګول.
امریکايي چارواکي پر ایران تور لګوي چې په افغانستان، سوریه، یمن او نورو هېوادونو کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.