د لوګر چارواکي وسله والو مخالفانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي

د لوګر ولايت امنیه قوماندان ادعا کوي چې د کابل- لوګر پر لویه لاره د نظامي عملياتو پر مهال د دولت وسله والو مخالفانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

سمونمل محمد ايوب وردګ نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا ونه ويل چې د وژل شويو يا ټپي شويو وسله والو مخالفانو دقيق شمېر څو دی.

ده زياته کړه چې د دغو عملياتو پر مهال د کابل- لوګر لویې لارې ته څېرمه سيمې هم د وسله والو له حضوره تصفیه شوي او یو شمېر چاودېدونکي مواد او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.

دا نظامي عملیات له څو ورځو راهيسې د کابل – لوګر د لویې لارې د امنيتي وضعيت د ښه کولو په هدف روان وو.

د دولت وسله والو مخالفانو د دغو عملياتو پر مهال ورته د اوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.