د کورنیو چارو وزارت: عبدالغني علي‌پور له توقیفه په ضمانت خوشې شو

عبدالغني علي‌پور

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تأیید کړه چې سیمه‌ییز قوماندان عبدالغني علي‌پور چې د غیر مسؤلې وسله‌والې ډلې په لرلو او د خلکو په ځورولو تورن دی، د دوشنبې د ورځې ناوخته له توقیفه په ضمانت خوشې شو.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته تأیید کړه چې تېره شپه علي‌پور له توقیفه خوشې شو.

د علي‌پور د نیول کېدو په وړاندې د هغه پلویانو د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې وکړې چې د راپورونو له مخې د کابل په مظاهرو کې لږ تر لږه څلور تنه ووژل شول او په لسګونه نور ژوبل شول.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي زیاته کړه چې علي‌پور ته له تورونو بشپړ برأت نه‌دی ورکړل شوی او یوازې ورڅخه لومړني تحقیقات شوي او نوموړی به د نورو تحقیقاتو لپاره مسؤلو ارګانونو ته حاضرېږي.