د برښنا شرکت: غېر معیاري سېستم او د ظرفیت کموالی د برښنا د پرچاوۍ لاملونه دي

د افغانستان د برښنا شرکت رئیس وايي، په هېواد کې د برښنا غېر معیاري سېستم او د ظرفیت کموالی د دې لامل شوی چې پرچاوي زیاته شي.

د افغانستان د برښنا شرکت رئیس وايي، د افغانستان د برښنا سېستم له همغه پیله په غیر معیاري ډول جوړ شوی چې دوی ته يې ستونزې زېږولي دي.

امان الله غالب د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې د هېواد د برښنا سېستم د خلکو اړتیاو ته په کتو نه دی جوړ شوی، ځکه د ده خبره، دغه سېستم د ۳۰۰ يا ۴۰۰ میګاواټه ظرفیت لپاره ډيزاین شوی و، حال دا چې يوازې کابل تر ۶۰۰ میګاواټه پورې برښنا ته اړتیا لري.

امان الله غالب

ده وویل:

"د افغانستان د برښنا ستونزه اوسنۍ نه ده، بلکې له هغه وخته چې د افغانستان د برښنا سېستم جوړ شوی، معیاري او سټنډرد نه و، ځکه کابل چې په کوم شکل ډيزاین شوی و، لاینونو یې يوازې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ میګاواټه پورې ظرفیت درلود، هغه برښنا چې په داخل کې تولیدېږي او له نورو هېوادونو واردېږي، ټول ظرفیت یې له ۴۰۰ میګاواټو زیات نه دی."

ښاغلي غالب دا شان وویل، تر کومې چې له له ازبکستانه ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا چې د ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري، وصل نشي، په کابل او يو شمېر نورو ولایتونو کې د برښنا د پرچاوۍ او کمښت ستونزه نه هوارېږي.

د ده په خبره، د نفوس ډېروالی، ناامني او له برښنا زیاته ګټه اخېستنه هغه نورې ستونزې دي چې د ده په خبره، پرچاوي یې زیاته کړې ده.

له نېږدې يوې میاشتې راهیسې د مرکز کابل په ځینو سیمو کې برښنايي پرچاوي تر ساعتونو دوام کوي او ان په ځینو سیمو کې کله نا کله ټوله ورځ او شپه هم برښنا نه وي.

خو د کابل د برښنا شرکت رئیس وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د برښنا پرچاوي کمه شوې او په ۴۸ ساعتونو کې يوازې اته ساعته خلک بې برښنا وي.

د افغانستان د اوبو او برښنا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې اوسمهال شااوخوا ۱۵۰۰ میګاواټه برښنا مصرفېږي چې ۱۱۰۰ میګاواټه یې له بهره پېرل کېږي او پاتې هغه یې په هېواد کې دننه تولیدېږي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان په تېرو ۱۴ کلونو کې یو میلیارد او ۳۰۰ میلیونه ډالر پر وارداتي برښنا لګولي دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې يو شمېر غړي له ډلې يې صالح محمد صالح وايي، افغانستان په کور دننه کافي اوبه لري چې باید پرې د برښنا بندونه جوړ شي.

دی وایي:

"که په کونړ کې که بندونه جوړ شي، ۱۱۸۰ میګاواټه برښنا ورکوي چې د ټول افغانستان لپاره کافي ده، ولې دولت پرې سترګې پټې کړي، حال دا چې نړیوال اماده دي چې لګښت یې هم ورکړي، زما غوښتنه دا ده چې حکومت دې موږ له انتقالي برښنا خلاص کړي، ښه خبره دا ده چې د کونړ پر سیند پانګونه وشي او موږ د خپل برق خاوندان شو."

ښاغلی صالح وايي، افغانستان په داسې حال کې له ګاونډیانو برښنا پيري چې خپله د دغې چارې لپاره پرېمانه سرچینې لري.

خو د افغانستان د اوبو او برښنا وزارت مرستیال الماس زاخېلوال چې د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې استجوابیه غونډې ته يې خبرې کولې، ډاډ ورکړ چې په هغو بندونو به ډېر ژر کار پيل شي چې چارې یې نیمګړې پاتې دي.

راپور: محمد واصل وصال