قوقندي: په کندهار کې د مالوچو فابریکې بېرته فعالې شوې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، په کندهار کې د مالوچو فابریکې بېرته فعالې او هره ورځ په لسګونه ټنه مالوچ تولیدوي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادي راډيو سره په خبرو کې هغه راپورونه هم رد کړل چې ګنې په یاد ولایت کې دې د مالوچو کارخانې غیر فعاله او کارونه‌یې په ټپه ولاړ دي.

ښاغلی قوقندي وایي، له پاکستان سره په صادراتي لاره کې د تخنیکي ستونزو له کبله یوازې یوه اوونۍ د مالوچو صادرات نه‌کېدل چې اوس دا ستونزه هم هواره شوې ده.

د معلوماتو پر بنسټ د افغانستان له کندز، هلمند، بلخ او کندهار ولایتونو نه هر کال په زرګونه ټنه مالوچ پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادرېږي.