مالیې وزارت ۳۰۵ قلمه ضبط شوي تاریخي اثار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل

د افغانستان د مالیې وزارت د ګمرکونو معينیت ۳۰۵ قلمه ضبط شوي تاریخي اثار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل.

هغه سلګونه قلمه تاریخي اثار چې د افغانستان د ماليې وزارت د ګمرکونو معينیت د موظفينو له خوا د کابل په هوايي ډګر کې کشف او ظبط شوي دي، په کې ۲۴۱ مسي او برنجي سکې، دوه کاسۍ، دوه دانې کوزې، لوټه، يوه دانه برنجي چاینکه، په لاس لیکل شوي کتابونه، خطي نسخې او بودايي دورې پورې اړوند د يوې مجسمې سر شامل دي.

دغه تاریخي اثار چې شمېر یې ۳۰۵ ته رسېږي، د يکشنبې په ورځ په کابل کې د مالیې وزارت د ګمرکونو معينیت له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شول.

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو مرستیال عبدالله رقیبي د دغو اثارو د سپارلو پرمهال وویل چې دغه اثار د مالیې وزارت د ګمرکاتو موظفینو په تېرو څلورو کلونو کې له قاچاقبرانو نیولي او بهر ته یې د لېږدولو مخه نیولې.

دی وایي:

"له ۱۳۹۴ کال راپه دېخوا يو څه تاریخي اثار چې هغه په مختلفو طریقو له افغانستانه د قاچاق په توګه ويستل کېدل او نورو هېوادونو ته لېږدول کېدل، له نېکه مرغه په هوايي ډګر کې زموږ کارکوونکو ونیول او نن یې رسماً د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته سپارو."

ښاغلي رقیبي ډاډ ورکړ چې بهرنیو هېوادونو ته به د افغانستان د تاریخي اثارو په مخنیوي کې جدي هڅې کوي او هېڅ چاته به اجازه ور نه کړي چې تاریخي اثار بهر ته قاچاق کړي.

د يو شمېر راپورونو له مخې، په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان زیاتره تاریخي اثار له بېلا بېلو لارو د قاچاقبرانو له خوا له هېواده بهر قاچاق شول او يو شمېر یې د ناامنیو له امله ونړېدل.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې، د مالیې وزارت د ګمرکونو معينیت ترڅنګ، پولیسو، اردو، ملي امنیت او يو شمېر نورو بنسټونو هم د تاریخي اثار د بېرته راګرځولو په برخه کې له دوی سره همکاري کړې.

د افغانستان د مالیې وزارت د ګمرکونو له خوا د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ياد سپارل شوي زیاتره تاریخي اثار نه پېژندل کېږي چې کومې دورې او زمانې پورې اړه لري.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال محمد رسول باوري د دغو ۳۰۵ اثارو د تسلمېدو پرمهال وویل چې په ورستیو څو کلونو کې دغه وزارت ته زرګونه قلمه تاریخي اثار سپارل شوي دي.

ښاغلي باوري د مالیې وزارت د ګمرکونو معينیت له خوا دوی ته د تاريخي اثارو سپارل ارزښتمن وبلل او ويې ویل چې دغه اثار به د کارپوهانو له خوا تر پېژندلو وروسته د افغانستان د ملي موزیم په ارشیف کې وساتل شي.

محمد رسول باوري

ده زیاته کړه:

"موږ ته هر اثر که د فلزاتو وي، که خاورین لوښي وي، که له لرګیو جوړ وي چې لرغونو زمانو پورې اړه ولري ارزښت یې زیات دی او موږ ورته د قدر په سترګه ګورو، په ځانګړې توګه چې دا بیا په موزیم کې کېښودل شي، د ذهنونو په روښانه کولو کې مهم رول لوبوي، دا اثار چې دلته دي او پرې لیکل شوي دي، زموږ په ارشیف کې ساتل کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د دغو اثارو له سپارلو سره جوخت په کابل کې د تاریخي اثارو د ساتنې نړیوال سیمينار هم جوړ شوی چې په کې د جنګونو پرمهال د تاریخي اثارو په ساتنې بحث کېږي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د افغانستان حکومت اوس په داسې دریځ کې دی چې کولای شي چې له تاریخي اثارو ښه ساتنه وکړي.

راپور: محمد واصل وصال