د کابل-لوګر لويه لار تېر ماښام بېرته پرانیستل شوه

د لوګر امنیتي چارواکي وايي، د کابل-لوګر لويه لار چې اعتراض کوونکو تړلې وه، تېر ماښام بېرته پرانیستل شوه.

د لوګر د محمداغې ولسوالۍ اړوند په اب‌بازک سیمه کې د سې شنبې ناوخته د ملي امنیت د صفر یو قطعې په پوځي عملیاتو کې ۷ کسان وژل شوي او ۵ نور کسان نيول شوي دي.

د سیمې ځينو اوسېدونکو د اعتراض په ډول د چهارشنبې په ورځ د کابل–لوګر لاره تړلې وه او د وژل شویو کسانو جنازې يې د سړک غاړه کې ايښې وې.

اعتراض کوونکو د هغو پنځو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کوله چې د پوځي عمليات پر مهال بیول شوي دي.

بل‌خوا د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه‌پور احمدزی وايي چې دغه عملیات له کابله ورغلي صفر یو قطعې کړي.

نوموړی وايي:

"له کابله د صفر يو قطعې په سيمه کې پوځي عمليات کړي. د دې قطعې په وينا په دغو عملياتو کې دښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو په زاهد اباد سيمه کې ځيني ولسي وګړي راټول شوي وو او ادعا يې کوله چې په دغو عملياتو کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. دا موضوع موږ نه‌تأييدوو."

اعتراض کوونکي وايي، په عملیاتو کې ټول وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي چې د بزګرۍ کار يې کاوه.