پر مک راوین د ټرمپ انتقاد: اسامه بن‌لادن یې ژر نه‌دی نیولی

امیر البحر، ویلیم مک راوین

د امریکا ولسمشر د خپلو سمندري ځواکونو پر متقاعد امیر البحر، ویلیم مک راوین انتقاد کړی او یو وار بیا یې ویلي چې د امریکا سیاسي او پوځي مشرانو اشتباه کړې چې اسامه بن‌لادن یې ژر نه‌دی نیولی.

ټرمپ پرون دوشنبه د نومبر ۱۹مه، پر ټویټر لیکلي چې امریکا باید اسامه بن لادن تر ۲۰۱۱ میلادي کال ډېر مخکې نیولی وی.

اسامه بن لادن په‌دې کال د امریکا ځانګړو سمندري ځواکونو په پاکستان کې د هغه په استوګن ځای کې په نښه کړ او ویې‌واژه.

ډونالد ټرمپ په یوه ټویټ کې لیکلي:

"موږ باید اسامه بن لادن ډېر مخکې نیولی وی، ما د سپټمبر تر حملې لږ مخکې په خپل کتاب کې هغه په نښه کړی و."

ټرمپ پرون، دوشنبه د نومبر ۱۹مه له فاکس نیوز سره په مرکه کې د متقاعد امیر البحر ویلیم مک راوین پر کار سخت انتقادونه وکړل.

د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو، جورج ډبلیو بوش او بارک اوباما د ادارو یو شمېر چارواکو د ډونالد ټرمپ د دې خبرو په اړه غُصه څرګنده کړې ده.

ټرمپ پرون له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې د پاکستان له حکومت سره‌یې د میلیونونو ډالرو مرسته لغوه کړې او ویلي يې دي چې "پاکستان د دوی لپاره هېڅ کار نه‌دی" کړی.

د ټرمپ دې خبرې ته د پاکستان صدراعظم عمران خان عاجل ځواب ورکړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې له ترورېزم سره د امریکا د جګړې له امله‌یې ۷۵ زره وګړي وژل شوي او میلیونونه ډالر یې له لاسه تللي دي.