په هلمند کې له یو لکو زیات ماشومان ښوونځیو ته نه‌شي تلی

د نومبر ۲۰مه د ماشوم نړیواله ورځ ده، خو په هلمند کې له یو لکو زیات ماشومان ښوونځیو ته نه‌شي تللی.

سره له دې چې په هلمند کې تر سلو ډېر ښوونځي د زده‌کوونکو پر مخ تړلي دي او تر سلو زرو ډېر ماشومان ښوونځیو ته له تللو محروم دي، خو د هلمند د پوهنې ریاست له‌خوا د لښکرګاه ښار پر دېوالونو په خاص ډول ښوونځیو کې دننه د نقاشۍ او رسامیو په واسطه کورنیو او ماشومانو ته د زده‌کړې د اهمیت په اړه پیغامونه ورکول کېږي.

د ازادي راډيو خبریال الیاس داعي په دې اړه تفصیلي راپور چمتو کړی چې وايي، د ځینو ښوونځیو زده‌کوونکو هم دې کار ته لاس اچولی او غواړي چې ښوونځیو ته د ماشومانو فکر ورواړوي.

دا راپور د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د هلمند راپور