د سولې توافق ولې د ولسمشرۍ د انتخاباتو له مهلت سره په یوه وخت؟

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې له وسله والو طالبانو سره به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د سولې توافق وشي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي خلیلزاد خبریالانو ته وویل چې دا توافق ښايي د ۲۰۱۹ کال په اپرېل میاشت کې چې د ولسمشرۍ انتخابات په پام کې دي، وشي.

خلیلزاد وویل چې د دې خبرو نتیجه به سوله او داسې یو بریالی افغانستان وي چې هېڅ چا ته به ګواښ نه جوړوي.
په همدې حال کې اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د طالبانو د دوو مشرانو په حواله لیکلي چې د قطر د دفتر دوو غړو د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د هرات والي خیرالله خیرخواه او د پوځ مشر مولوي فاضل له خلیلزاد سره درې ورځې خبرې وکړې.

اژانس د دې خبرو له جریانه د یوې بلې باخبرې سرچینې له قوله لیکي چې طالبانو د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر ځنډولو او د ستار سیرت په مشرۍ د موقت حکومت پر جوړېدو ټینګار کاوه.

د سولې د عالي شورا د اجرائیه بورډ غړي مولوي عبدالحکیم مجاهد دا مسئله له احمدتکل سره په مرکه کې څېړلې.

ښاغلی مجاهد په پیل کې په دې اړه خبرې کوي چې ولې دا توافق د ولسمشرۍ د انتخاباتو له مهلت سره په یوه وخت کې مطرح کېږي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي مجاهد سره مرکه