طاهري: زلمی خلیلزاد نن یکشنبه د سولې عالي شورا له غړو سره ګوري

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی نن د سولې عالي شورا له غړو سره ګوري.

د افغانستان د سولې عالي شورا د سولې روانې هڅې د افغانانو په مشرۍ ګڼي او وايي چې د زلمي خلیلزاد په استازیتوب امریکا او ځينې نور هېوادونه یوازې له دغې بهیر سره مرسته کوي.

د یادې شورا ویاند سید احسان طاهري نن یکشنیه د لړم په ۲۷ مه ازادي راډيو ته وویل، خلیلزاد د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د سولې او پخلاینې د ماموریت له اخیستو وروسته د څلورم ځل لپاره په کابل کې دی او ټاکل شوې چې نن د دغې شورا له غړو سره پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

دی وايي، دا چې د سولې خبرې ډېر حساس پړاو ته رسېدلي، له همدې کبله د لیدو کتو په اړه ډېر جزیات نشي ویلای.

سید احسان طاهري

ده زیاته کړه:

"هر وخت چې زلمی خلیلزاد کابل ته راځي، د سولې عالي شورا سره همغږي کوي، ګوري او بحثونه کوي، نن هم خلیلزاد په کابل کې دی او د سولې له شورا سره خبرې اترې کوي، مونږ د سولې په اړه نن له ولسمشر سره هم لیده کاته لرل چې څنګه کېدای شي چې د سولې پروسې ته سرعت ورکړو، تر څو د خبرو لپاره د ټولو اړخونو شمول یو هیئت جوړ شي."

د رسنیو د راپورونو له مخې، د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د شنبې په ورځ کابل ته راتلو، خو تر اوسه يې د راتګ یا لیدو کتو په اړه رسنیو ته هېڅ نه وو راوتلي.

له دې وړاندې ویل کېږي چې خلیلزاد تېره اوونۍ په قطر کې د طالبانو له سیاسي استازو سره هم تر درېیو ورځو په خبرو اترو لګیا و.

اسوشېټېډ پرېس اژانس د ځينو سرچینو په حواله لیکلي چې په دې لیدو کتو کې د ولسمشریزو انتخاباتو پر ځنډ، د موقتي حکومت په جوړښت، د طالب زندانیانو په ازادېدو، اوربند او د سولې د خبرو په څرنګوالي هم نظرونه شریک شوي دي.

دغه اژانس لیکلي چې زلمی خلیلزاد تر شپږو میاشتو سولې ته د رسېدلو لپاره هیله مند شوی، خو طالبانو بیا دا موده ډېره لنډه بللې ده.

ځينو رسنیو داسې راپورنه هم ورکړي چې د طالبانو د تحریک مرستیال مولوي محمد یعقوب هم له زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره د ملا محمد عمر له زوی او د دغه تحریک له مرستیال مولوي محمد یعقوب سره د خلیلزاد لیده کاته رد کړي، خو له سیاسي دفتر سره د لیدو کتو په اړه يي څه نه دي ویلي.

خلیلزاد تېره میلادي میاشت هم د افغانستان په شمول د سیمې هېوادونو ته سفرونه کړي وو او په پای کې يې نتیجې له افغان حکومت سره شریکې کړې.

له دې سفرونو، لیدو کتو او هیله مندیو سره انتقادونه دا دي چې د دغو پرمختګونو جزیات تر ډېره له ولسه پټ ساتل شوي دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د دې تر څنګ چې د زلمي خلیلزاد هڅې ستايي، وايي چې د سولې په اړه باید هر پرمختګ له خلکو سره شریک شي.

فضل هادي مسلمیار

نوموړي وویل:

"که رښتیا هم د سولې په اړه دوه مخه سیاست نه وي، نو زمونږ غوښتنه دا ده چې امریکا باید د سولې تګلاره له افغان ملت سره شریکه کړي او مونږ په دې اړه تشویش لرو، له افغان حکومت څخه مو هم غوښتنه دا ده چې هغه څه چې دوی اورېدلي، هغه هم شریک کړي."

ښاغلی مسلمیار وايي، د سولې لپاره پالېسي او تګلاره باید یوه وي او د دې لپاره چې د سولې په اړه د خلکو شکونه ورک شوي وي، ښه به دا وي چې د روانو خبرو څرنګوالی وخت په وخت له خلکو سره شریک شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ