خلیلزاد: تر راتلونکي اپرېله به له طالبانو سره د سولې موافقه وشي

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، دی هیله مند دی چې تر راتلونکې اپرېل میاشتې پورې له طالبانو سره د سولې موافقه وشي.

یوې سرچینې چې په قطر کې د طالبانو له استازو سره د خلیلزاد د وروستیو خبرو له جزیاتو خبره ده، په دې اړه يې لوېدیځو خبري اژانسونو ته معلومات ورکړي دي.

خو نه په خپله خلیلزاد او نه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه پورې په دې اړه کومه تبصره کړې ده.

لوېدیځو اژانسونو ویلي دي چې زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب مشرانو سره درې ورځې پرله پسې غونډې کړي چې د طالبانو له خوا په کې خیرالله خیرخوا او محمد فاضل ګډون درلود.

سرچینو ویلي دي چې طالبانو د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د ځنډېدو او د منځګړو سیاسیونو په مشرۍ يې د یوه موقت حکومت د جوړېدو غوښتنې کړي دي.

زلمی خلیلزاد چې دا مهال په کابل کې دی، نن له افغان چارواکو او د سولې له عالي شورا ویني.