په هلمند کې د کرنې لپاره د ځمکې له لاندې اوبو استفاده به د هلمند اوبه وچې کړي

د افغانستان د څېړنې او ارزونې بنسټ وایي، که په هلمند کې د کرنې لپاره د ځمکې لاندې اوبو له کارولو مخنیوی ونشي، تر راتلونکو لسو کلونو به دغه ولایت هېڅ اوبه ونه لري.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې بنسټ چې د روان کال په پیل کې په هلمند ولایت کې له درې سوه زیاتو ولسي وګړو پوښتنې او ورسره مرکې کړي، موندنې یې ښیي چې په دغه ولایت کې له اوبو په نامنظم ډول استفاده کېږي.

د یاد بنسټ مشرې اورځلا نعمت د خپلو موندنو د شریکولو پرمهال ازادي راډیو ته وویل، که په هلمند کې د اوبو همداشان نامنظمه کارونه دوام ولري، راتلونکو کلونو کې به په یاد ولایت کې هېڅ پاکې اوبه نه وي.

دې وویل:

"د ځمکې لاندې اوبه د څښلو لپاره دي، نه د کرنې لپاره، د کرنې لپاره اکثره د ویالو او سیندونو اوبه کارول کېږي، زموږ د څېړنو موندنې ښيي چې بزګران په هلمند کې د کرنې لپاره د ځمکې له لاندې اوبو د کرنې لپاره استفاده کوي او دا به تر راتلونکو لسو کلونو په ټول هلمند کې پاکې اوبه ختمې کړي."

یاد بنسټ له لسګونو سیمه ییزو اوسېدونکو سره د اوبو د استعمال د څرنګوالي په اړه مرکې کړي او د همدغه مرکو پر بنسټ يې دغه راپور چمتو کړی دی.

د دغه بنسټ په وینا، د بکواه دښتې چې هلمند او فراه ولایتونه يې سره نښولي، د هلمند اوسېدونکي د وچکالۍ له امله دغو دښتو ته ورغلي او د کرنې لپاره د ځمکې له لاندې اوبو کار اخلي.

د معلوماتو پر اساس، د بېلابېلو طبیعي لاملونو له امله له ۲۰۰۲ میلادي کال راپه دېخوا د افغانستان له ۳۴ ولایتونو په ۲۰ ولایتونو کې د واورې او بارانونو د ورښت کچه شپېته فیصده راټیټه شوې چې ۷۴ فیصده يې د افغانستان وګړي له وچکالۍ سره مخ شوي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت ځواب هم ولرو چې د دغو ستونزو د حل او مخنیوي لپاره څه پلان لري، خو یاد وزارت تر راتلونکې یوې اوونۍ په دې تړاو له خبرو ډډه وکړه.

په ورته وخت کې بیا د اقتصادي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د اوبو پر ښه مدیریت ټينګار کوي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ پخوانی مرستیال عبدالبصیر عظیمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل.

"د ځمکې لاندې اوبه باید په محدود ډول مصرف شي، هغه څاه ګانې چې غیر مجاز کيندل کېږي، باید مخه یې ونیول شي او خپله خلک دې هم متوجې اوسي چې دا اوبه چې دوی یې اوس کاروي، تر راتلونکو څو کلونو به ورته نور لاسرسی ونه لري، همداشان باید د اوبو د بندونو په شمېر کې زیاتوالی راشي، څو له اوبو ښه مدیریت وشي او خلک د ځمکې د لاندې اوبو پر ځای د بندونو له اوبو کار واخلي."

ښاغلی عظیمي وايي، اندېښنې دا دي چې که د ځمکې له لاندې اوبو کار اخیستل دوام ومومي، د ځمکې لاندې یوه اندازه اوبه د تجدید وړ دي، خو ډېره برخه یې بیا مهمه ستراتیژیکې زېرمې دي چې له سره جوړېدل او تجدید یې ناشوني دي.

د اقتصادي کارپوهانو غوښتنه دا ده چې حکومت دې د اوبو د مصرف په برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي چې د اوبو د نامنظم ډول کارونې مخنیوی وشي.

راپور: فیروزه عزیزي