سرابي: له خلیلزاد سره به خپلې اندېښنې شریکې کړو

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، دوی باید وپوهېږي چې په افغانستان کې له طالبانو سره سوله په کومه بیه کېږي.

د دې شورا مرستیالې، حبیبې سرابي پرون، شنبه د نوومبر۱۷مه، ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاډ ورکړی چې دا وار به په کابل کې ورسره وګوري.

د سرابي په وینا، خلیلزاد په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره کتلي او جزئیات به‌یې په کابل کې، مخامخ له دوی سره شریک کړي.

په قطر کې د طالبانو دفتر یا زلمي خلیلزاد د دې کتنې په اړه رسماً خبرې نه‌دي کړي.

حبیبې سرابي په افغانستان کې وروستیو ۱۷ کلونو کې پرمختګونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې له خلیلزاد سره به خپلې اندېښنې شریکې کړي.

د پژواک خبري اژانس په حواله، زلمي خلیلزاد پرون کابل ته رسېدلی دی.