ډیپلوماټ : له طالبانو د ايران ملاتړ اصلاً له امریکا د ايران غچ ګڼل کيږي

  • ډیپلومات

ډیپلومات خپرونې په افغانستان کې له طالبانو د ايران ملاتړ ته کتلي دي.

د خپرونې په وينا، دا ملاتړ له دې سره چې محدود دی، خو اصلاً له امریکا د ايران غچ ګڼل کېږي.

ډیپلومات خپرونې ليکلي چې په هرات او فراه ولايت کې چې له ايران سره پوله لري، وروستیو نښتو د افغانستان د بې‌ثباتۍ په اړه د ايران پالېسي جوړوونکي اندېښمن کړي دي.

خو مقاله وايي، ايران پر دغو اندېښنو سربېره د طالبانو ملاتړ کړی چې په افغانستان کې د امریکا اهدافو ته زيان ورسوي.

په ولسن مرکز کې د اسيا په برخه کې مرستيال مایکل کوګلمن ډیپلومات خپرونې ته ويلي چې له طالبانو د ايران ملاتړ د دغه هېواد لپاره اغېزمنه لاره ده چې د ۲۰۱۵م کال د اټمي موافقې څخه د وتلو په خاطر امریکا له انتقاد سره مخامخ کړي.

ډیپلومات: ايران د طالبانو ملاتړ کړی چې په افغانستان کې د امریکا اهدافو ته زيان ورسوي.

امریکا د روان کال په مې مياشت کې له ايران سره له اټمي موافقې ووت.

ډیپلومات: ایران غواړي د سولې په خبرو کې د مسکو غوندې غونډو کې د افغانستان په سوله کې د برخه لرونکي په توګه ګډون وکړي.

​د ډیپلومات په وينا، له طالبانو د ايران پر محدود ملاتړ سربېره دغه هېواد غواړي د سولې په خبرو کې د مسکو غوندې او شانګهای همکاریو سازمان غوندې غونډو کې د افغانستان په سوله کې د برخه لرونکي په توګه ګډون وکړي.

خپرونې د مقالې په اخره کې ليکلي چې بايد په ياد وساتل شي: د امریکا او ایران اړيکې ښايي په راتلونکو مياشتو کې نورې هم ترینګلې شي او افغانستان د واشنګټن او تهران ترمنځ د تقابل يوه نقطه وګرځي.

  • ملېټري ټايمز

ملېټري ټايمز ورځپاڼې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: ۱۷ کاله وروسته، ډېر افغانان د نه‌ختمېدونکې جګړې پړه پر امریکا اچوي.

مقاله ليکي: کله چې د ۲۰۰۱م کال په نومبر مياشت کې امریکايي ځواکونه له خپلو افغان متحدانو سره کابل ته ننوتل، افغانانو دوی ته د ژغورونکو په سترګه کتل، خو ۱۷ کاله وروسته چې امنیتي وضعيت خراب دی، ډېر افغانان مسئولیت پر امریکا اچوي.

مقاله يادونه کوي چې امريکا په دې اوږده جګړه کې دوه زره او ۴۰۰ سرتېري له لاسه ورکړي او تر ۹۰۰ میليارده ډالرو زیاتې يې له نظامي عملیاتو نيولې تر بيارغونې پورې په افغانستان کې مصرف کړي دي.

ملېټري ټايمز: امريکا په دې اوږده جګړه کې دوه زره او ۴۰۰ سرتېري له لاسه ورکړي.

مقاله وایي، امریکا په افغانستان کې د سولې راوستلو ژمنه کړې ده، خو دې هر څه ډېره نتيحه نه‌ده ورکړې او له کلونو ترينګلي وضعيت وروسته افغانستان د توطئو له تيوريو ډک دی.

مقالې له دغو تيوريو څخه یوه دا هم یاده کړې چې ځیني خلک په دې باور دي چې امریکا په افغانستان کې په دومره اوږده جګړه کې نه‌دی بند شوی، بلکې دا هر څه‌یې له مخکې پلان کړي وو.

ملېټري ټايمز ليکلي، ځيني افغانان د اوسني وضعيت مسئوليت د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر دوره اچوي او دا افغانستان ته د امریکا د راتګ ثمره ګڼل کېږي.

سوپکو: افغانستان تر ټولو بې‌وزله، لږ لوستی او تر ټولو ډېر په اداري فساد ککړ هېواد دی.

خو مقاله دا هم وايي چې يوازې افغانان نه، بلکې په خپله د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي سرپلټونکي جان سوپکو تېره مياشت د امریکا په اوهايو ايالت کې پر خپل هېواد انتقاد وکړ.

ده ويلي چې ۱۷ کاله وروسته افغانستان بیا هم له تر ټولو بې‌وزله، لږ لوستی او تر ټولو ډېر په اداري فساد ککړ هېواد دی.

مقاله يادونه کوي چې امريکايي او ناټو ځواکونو په افغانستان کې په ۲۰۱۴م کال خپل نظامي مأموریت پای ته ورساوه، خو طالبانو شااوخوا هره ورځ پر سيمه‌ییزو پوستو او پر ښارونو حملو ته دوام ورکړ.