فنلند څېړي چې روسیې خو به‌یې ملکي الوتنې له خطر سره نه‌وي مخ کړي

فنلند وايي، دوی په دې اړه څېړنه کوي چې معلومه کړي چې ایا روسیې خو به په وروستیو کې د ناټو د پوځي تمریناتو پر مهال د فنلند په شمالي سیمه لاپلنډ کې د ځمکې پر نقشه د موقعیت ښودلو سیستم یا (جي. پي. اېس) کې په مداخلې سره ملکي هوايي الوتنې له خطر سره نه‌وي مخ کړي.

صدراعظم یوها سېپېلا دا اعلان پرون څو وروځې وروسته له هغې وکړ چې د فنلند د هوايي لار موندنې ادارې هوايي الوتنو ته د دې هېواد په شمال کې د (جي. پي. اېس) په سېګنالونو کې د پراخې ګډوډۍ خبرداری ورکړ.

د اکټوبر په پای کې د ناټو د پراخو پوځي تمریناتو پر مهال د فنلند ګاونډي ناروې هم په خپل هوايي حریم کې د ځمکې پر نقشه د موقعیت ښودلو په سیستم یا (جي. پي. اېس) سېګنالونو کې د ګډوډۍ خبرداری ورکړی و.

د فنلند صدراعظم ویلي، دا ممکنه ده چې روسیه د دې تر شا لاس ولري.

نوموړي په یوه راډیويي مرکه کې زیاته کړې، موږ د دې په اړه څېړنې کوو او له نتایجو وروسته به مناسب عکس‌العمل وښيو.

د فنلند صدراعظم دا له هوايي حریمه سرغړاوی بللی او زیاته کړې یې ده چې دا وړه پېښه نه‌ده، ځکه چې ملکي الوتنې له خطر سره مخ شوې دي.

ناټو په دې وروستیو کې د دې تړون د ۲۹ غړو او متحدانو سویډن او فنلند په شمول پوځي تمرینات ترسره کړل چې د سړې جګړې راوروسته د دې تړون تر ټولو لوی پوځي تمرینات بلل کېږي.