سرچينه: په يو لړ عملياتو کې ۷۰ طالبان وژل شوي او ۳۸ نور ټپيان دي

په بېلابېلو عملياتو کې د وسله‌والو طالبانو ۱۰۸ تنه وژل شوي او ټپيان دي.

يوې امنيتي سرچينې چې نه‌يې غوښتل نوم‌يې واخيستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د افغان او قاطع ملاتړ مأموریت ځواکونو د ګډو عملياتو په پايله کې چې د ارزګان، کندهار، لوګر، ميدان وردګو او غزني ولايتونو کې ترسره شول د وسله‌والو طالبانو ۷۰ تنه وژل شوي او ۳۸ تنه نور ټپيان دي.

دغه سرچينه زياتوي چې د کندهار په شاه‌وليکوټ کې د وسله‌والو طالبانو برجسته قوماندان قاري محمد يونس د وژل شويو او په دغه ولايت کې یو بل قوماندان مولوي محمد محسن د ټپيانو په ډله کې دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.