د تېلو د بیې د ټیټېدو د مخنیوي لپاره د تېلو د تولید پر کمېدو غور کېږي

اوپیک او د روسیې په ګډون د تېلو نور ستر تولیدوونکي هېوادونه په متحده عربي اماراتو کې غونډه کوي چې د تېلو د بیې د ټیټېدو د مخنیوي لپاره د تېلو د تولید پر کمېدو غور وکړي.

د سعودي عربستان او روسیې د تېلو وزیران به نن یکشنبه په ابوظبۍ کې د څارونکې کمېټې په غونډه کې کلیدي رول ولوبوي.

په څارونکې کمېټه کې سعودي عربستان، روسیه، کویټ، وینزویلا، الجزایر او عمان شامل دي.

د دوی یوه استازي پرون شنبه رسنیو ته وویل چې دوی د بازار، نړیوال اقتصاد، تقاضا او عرضيې د وضعیت په اړه اندېښنه لري.

متخصصان وايي، پر ایران د امریکا بندیزونو د تېلو پر بیې لږترلږه تر دې دمه تر هغه څه لږ اغېز کړی چې تمه یې کېده او د چین په اقتصادي وده کې کموالی سبب شوی چې د تېلو تقاضا لږه او بیه یې ټیټه شي.