په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې زیاتوالی او لاملونه!

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دا مني چې په دغه هېواد کې د پخوا په پرتله د مور او ماشوم مړینه دوه چنده شوې چې ستر لامل یې جګړه یادېږي.

په افغانستان کې په ځانګړي ډول په هغو ولایتونو کې چې ناامنه دي او روغتیایي مرکزونو ته د ښځو لاسرسی پکې کم دی، د مور او ماشوم د مړینې کچه یو ځل بیا لوړه شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د بارورۍ مرکز مشرې زلېخا انوري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته ووېل، په افغانستان کې د تېرو پنځو کلونو په پرتله دا شمېره دوه چنده شوې چې د یاد وزارت اندېښنه یې راپارولې ده.

نوموړې وویل:

"په افغانستان کې لا هم د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه ده، د ملګرو ملتونو د تخمین پر بنسټ، په هرو یو لک ولادتونو کې تر ۶۶۱ میندې او ۲۱ ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي."

مېرمن انوري وايي، په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې د لوړېدو د کچې ستر لاملونه جګړه، روغتیایي خدماتو ته د میندو نه لاسرسی او دغه شان د کورنیو له لوري ناسم کلتور او ډاکټرانو ته د تګ نه اجازه ورکول دي.

د روغتیا وزارت په دې برخه کې د روغتیایي مرکزونو د زیاتېدو او د عامه پوهاوي پروګرامونو د تدابیرو خبره کوي او ډاډ څرګندوي چې په خپلو هڅو سره به دا شمېر راکم کړي.

له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري چې په افغانستان کې کومه سروې په ۲۰۱۰ کال کې ترسره شوې وه، پکې راغلي وو چې په هرو سلو زرو ولادتونو کې به ۳۲۶ میندو د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکاوه چې دې شمېرې تر ۲۰۱۵ میلادي کال پورې دوام کړی و.

په ورته وخت کې د نسایي او ولادي برخې ډاکتران سپارښتنه کوي چې کورنۍ دې ميندو ته د امیدوارۍ اسانتیاوې برابرې کړي، ډاکتر ته دې د تګ اجازه ورکړي او له روحي رواني پلوه دې هم ورته پاملرنه وکړي.

د کابل د ملالۍ زېږنتون مرستیاله حفیظه عمرخېله وایي:

"کورنۍ دې میندو ته امکانات برابر کړي، روغتیایي مرکزونو ته د تګ اجازه ورکړي، همداراز د تغذیې په برخه کې دې ورته پاملرنه وکړي او له روحي رواني پلوه دې یې خیال وساتي."

روغتیاپالان په دې باور دي چې که د امیدوارۍ پر مهال د مور او ماشوم روغتیا ته پاملرنه ونشي، په دغه هېواد کې به د میندو او ماشومانو د مړینې کچه ورځ تر بلې زیاته شي.

راپور: فیروزه عزیزي