د افغانستان د سولې په اړه د مسکو کنفرانس پرانېستل شو

د افغانستان د سولې په اړه د مسکو کنفرانس نن د روسيې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف له‌خوا پرانېستل شو.

لاوروف په خپله پرانېستونکې وینا کې وویل، مسکو غواړي چې افغانستان یو موټی هېواد پاتې شي.

د مسکو په کانفرانس کې د افغانستان د سولې د شورا یو پلاوی او د طالبانو استازي ګډون لري.

افغان حکومت دې غونډې ته خپل رسمي پلاوی نه‌دی استولی او متحده ایالاتو په دې کنفرانس کې د څارونکي په توګه برخه لري.

د مسکو کنفرانس په تېره سېیپټمبر میاشت کې پلان شوی و، خو د افغان حکومت په غوښتنه وځنډېده.